الأحاديث الأربعون الفلسطينية
تأليف: د. جهاد جميل العايش آل عَمْلة
الأحاديث الأربعون الفلسطينية
جمعها ابن الأرض المقدسة
جهاد جميل العايش آل عملة
ژباړن
محمد هلال مصلح
هيئة الأرض المقدسة
رؤية واعية... لأرض واعدة
حقوق الطبع محفوظة للمؤلف
الطبعة الأولى
١٤٤٧هـ - ٢٠٢٥م
حسابات هيئة الأرض المقدسة على وسائل التواصل الاجتماعي:
- +90 552 187 87 00 - هيئة الأرض المقدسة (YouTube) - [email protected] - pholyland.com - Instagram: @holyland_48 - X: @holyland_48 - Facebook: @holylandd48 - holyland.academy
بسم الله الرحمن الرحيم
مقدمه
بِسمِ الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، وبعد دا يو مختصر متن دی چې مونږ غواړو د خلکو په زړونو کې د مقدسې خاورې «فلسطين» د ارزښت په بیا راژوندۍ کولو سره د دې خاورې د برکت عقیده ټينګه کړو، او د دې ځای د فضیلت، د مسجد د فضیلت، او په دې کې د رباط (مرابطت) په فضیلت، او تر اخرې زمانې پورې به په دې کې پېښېدونکو واقعاتو باندې خلکو ته پوهاوی ورکړو، د هغو صحيح احاديثو په خپرولو سره چې په دې اړه راغلي او په ډېر دقت سره انتخاب شوي دي. «الأربعون الفلسطينية» - یو نبوي وثيقه ده چې د مقدسې خاورې «فلسطين» او د آسماني رسالت ترمنځ اړیکه ټينګوي، د زمانې له پیل څخه تر
آخره پورې. دا یوه احادیثي برخه ده او د علم یو باب دی، چې په جوماتونو، ښوونځیو او د علم په حلقو کې تدریس کېږي، د يو علمي، تربيتي او عقیدوي منهج په توګه، په ځانګړي ډول په دې ورځو کې چې د هغو کسانو غږونه کمزوري شوي دي چې د مسلمانانو له ضایع شويو حقونو دفاع کوي چې په فلسطين کې ورک شوی دي او اوس د یهودو په قبضه کې دي زموږ منهج په دې احادیثي برخه کې د یوه علمي سنت په ډول دی، چې موږ له خپلو علماو او محدثینو څخه په میراث اخیستی ده، او د دې کتاب «الأربعون الفلسطينية» مفکوره مو له هغو کسانو چې څلويښتګوني احادیثي برخې يې ترتيب کړې دي، - الله د اجر ورکړي - له هغوي څخه اخيستې ده کېدای شي ځینې پوښتنه وکړي چې د دې کتاب په ځینو احادیثو کې شام ذکر شوی دی نه فلسطين، نو دلته دا اشاره ضروري ده چې ټول
فلسطين د شام يوه طبيعي برخه ده، او د دې حدود د یاقوت الحموي له مخې داسې تعريف شوي دي: «د دې حد له فراته شروع کېږي تر عریش پورې چې د مصري حدودو سره نږدې ده. او پراخوالی يې له طيء غرونو څخه د قبله لوري ته د روم تر سمندر پورې دی. فلسطين د مديترانې سمندر په ختيځ کې پروت ده چې د آسيا لویدیځ، د افریقا شمال او د سینا نیمه ټاپو سره نښلوي، په هغه ځای کې چې دا دوه لویې وچې سره یو ځای کېږي او دا له جغرافیوي اړخه په څلورو برخو وېشل شوي ده چې له لوېدیځ نه ختیځ ته دي: ساحلي میدان، غرني لوړ ځایونه: جلیل، نابلس، القدس او الخليل، بیا د اردن دره، بیا د نقب صحرا ده. او معاصر فلسطين په ۲۶،۹۹۰ کیلومتره مربع ځمکه باندې خپور دی، د اردن له سيند څخه په ختيځ کې، او د مديترانې سمندر په لوېديځ کې، د لبنان له جنوبي حدودو څخه په شمال کې او د عقبه خليج په
سر کې جنوب ته له الله څخه غواړم چې دغه عمل مې په ځمکه او اسمان کې قبول کړي، او په دې کې قولاً او عملًا نفع واچوي، او زموږ لپاره د دې ټول اجر تر قيامت پورې ثبت کړي
والحمد لله رب العالمين
جهاد جميل العايش آل عملة
الحديث الأول
المسجد الأقصى أول قبلة للمسلمين
عن البراء بن عازب رضي الله عنه قال: (( صلينا مع رسول الله ﷺ نَحو بيت المقدس سِتَّةَ عَشَرَ - أَو سَبْعَةَ عَشَرَ - شهرًا، ثم صُرِفْنا نحو الكعبة ))⁽١⁾
⁽١⁾ أخرجه البخاري: (٤٤٩٢)، ومسلم: (٥٢٥)، بهذا اللفظ.
اول حدیث
مسجد الاقصی، د مسلمانانو لومړنۍ قبله
د براء بن عازب رضي الله عنه څخه روايت دی: موږ له رسول الله ﷺ سره د بيت المقدس لوري ته شپاړس مياشتې يا اووه لس مياشتې لمونځ ادا کړ، بيا موږ د کعبې لوري ته وګرځول شو
⁽١⁾ دا حديث د بخاري په ۴۴۹۲ او د مسلم په ۵۲۵ شمېرې سره راغلی دی، په دې لفظ
الحديث الثاني
المسجد الأقصى ثاني مسجد وضع في الأرض
عن أبي ذر رضي الله عنه قال: قُلتُ: يا رسول الله، أيُّ مسجد وُضِعَ في الأرضِ أوَّلُ؟⁽١⁾ قال: ((المسجد الحرام)) فقلت: يا رسول الله، ثُمَّ أَيٌّ؟ قال: (( ثم المسجد الأقصى⁽٢⁾ )) قلتُ: كَم كَانَ بَينَهُما؟ قال: أربعون سنة، ثُمَّ حَيْثُمَا أَدْرَكَتكَ الصَّلاةُ فَصَلِّ، والأَرْضُ لَكَ مَسجِدٌ))⁽٣⁾.
⁽١⁾ أول: أي للصلاة فيه.
⁽٢⁾ سُمِّي الأقصى لبعد المسافة بينه وبين الكعبة (فتح الباري ١٤٨/١٠)
⁽٣⁾ أخرجه البخاري: (٣٤٢٥).
دوهم حدیث
مسجد الاقصی، په ځمکه کې دوهم مسجد چې جوړ شو
د ابی ذر رضي الله عنه څخه روايت دی، چې ما وويل: «ای د الله رسوله، کوم مسجد په ځمکه کې لومړی جوړ شو؟» هغه وفرمايل: «مسجد الحرام»، ما وويل: «ای د الله رسوله، بيا کوم؟» هغه وفرمايل: «بيا مسجد الاقصی». ما وويل: «د دواړو ترمنځ څومره موده وه؟» هغه وفرمايل: څلوېښت کاله، بيا هر چېرته چې تا ته د لمانځه وخت ورسېده، هلته لمونځ وکړه، ځکه چې ټوله ځمکه تا لپاره مسجد دی
⁽١⁾ «اول» يعنې د لمانځه لپاره.
⁽٢⁾ الاقصی نوم ورته ځکه ورکړل شو چې د کعبې څخه يې فاصله لرله (فتح الباري ۱۴۸/۱۰)
⁽٣⁾ دا حديث د بخاري په ۳۴۲۵ شمېرې سره راغلی دی.
الحديث الثالث
فضل الصلاة في المسجد الأقصى
عن أبي ذر رضي الله عنه قال: تذاكرنا وَنَحْنُ عند رسول الله ﷺ: أَيُّهُما أَفْضَلُ: مَسجِدُ رسولِ اللهِ، أَوْ بيت المقدس؟ فقالَ رسول الله ﷺ: ((صلاة في مسجدي هذا أَفْضَلُ مِن أَربعِ⁽١⁾ صَلَوَاتٍ فِيهِ وَلَنِعمَ المُصَلَّى، وَلَيُوشِكُنَّ⁽٢⁾ أَنْ يَكون⁽٣⁾ للرجل مثل شطن⁽٤⁾ فَرَسِهِ مِنَ الأرضِ حَيثُ يَرَى مِنْهُ بَيْتَ المقدس خَيْرٌ لَهُ مِنَ الدُّنيا جميعًا، أوقالَ: خَيْرٌ مِنَ الدُّنيا وَما فيها))⁽٥⁾ (هـ)
⁽١⁾ أخبر النبي أن أجر الصلاة في مسجد المدينة يعدل ألف صلاة في غيره؛ قال: صلاة في مسجدي هذا خير من ألف صلاة فيما سواه إلا المسجد الحرام» أخرجه البخاري (١١٩٠)، ومسلم (١٣٩٤)، وأخبر هنا: .. أفضل من أربع صلوات فيه أي المسجد الأقصى»، فهذا يعني أن أجر الصلاة في المسجد الأقصى يعدل مائتين وخمسين صلاة
⁽٢⁾ ليوشكن أي ليقربن، أي لابد من ذلك سريعا.
⁽٣⁾ في المستدرك: (٨٦٩٥) أن لا يكون للرجل....
⁽٤⁾ الشطن: الحبل، والجمع: أشطان. قال صاحب «المعجم الوسيط»: الشطن: الحبل الطويل يستقى به من البئر، أو تُشَدُّ به الدابة
⁽٥⁾ أخرجه الطبراني في الأوسط (٦٩٨٣)، والحاكم (٤/٥٠٩)، وقال: صحيح الإسناد، ووافقه الذهبي، قال الهيثمي في مجمع الزوائد (٤/١٠) «رجاله رجال الصحيح» وقال الألباني في الصحيحة (٦/٩٥٤): هو أصح ما جاء في فضل الصلاة فيه وانظر تمام المنة (٢٩٤)
دریم حدیث
د مسجد الاقصی د لمانځه فضيلت
د ابی ذر رضي الله عنه څخه روايت دی چې موږ له رسول الله ﷺ سره ناست وو او بحث مو کاوه چې د رسول الله ﷺ مسجد غوره دی که بيت المقدس؟ رسول الله ﷺ وفرمايل: «زما په دې مسجد کې يو لمونځ د څلورو لمونځونو څخه غوره دی چې په هغه (مسجد الاقصی) کې ادا کېږي، او څومره غوره مسجد دی! ژر به داسې وخت راشي چې سړي ته به د خپلې اس په اندازه ځمکه، له کومه چې بيت المقدس ويني، د ټولې دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي، له هغه څخه غوره وي
⁽١⁾ نبي کریم ﷺ خبر ورکړ چې په مدینې مسجد کې د لمانځه ثواب د زرو لمونځونو سره برابر دی پرته له مسجد الحرام؛ رسول الله ﷺ وفرمايل: «په زما دې مسجد کې يو لمونځ د زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام» (بخاري ۱۱۹۰، مسلم ۱۳۹۴). او دلته یې خبر ورکړی چې «په مسجد الاقصی کې يو لمونځ د څلورو لمونځونو سره برابر دی»،
= يعنې چې په مسجد الاقصی کې د لمانځه ثواب د ۲۵۰ لمونځونو سره برابر دی ⁽٢⁾ «ليوشكن» يعنې نږدې دی، يعنې چې دا کار به ژر رامنځته شي او حتمي دی ⁽٣⁾ په مستدرك (۸۶۹۵) کې راغلي: چې د سړي لپاره نه ... ⁽٤⁾ «الشطن» د رسۍ لپاره کارېږي، جمع یې «أشطان» دی. د «المعجم الوسيط»: «الشطن» هغه اوږده رسۍ ده چې له څاه څخه اوبه پرې راکاږي یا حیوان پرې وتړل شي ⁽٥⁾ دا حديث الطبراني په «الأوسط» (۶۹۸۳) کې او الحاکم په (۵۰۹/۴) کې روایت کړی. حاکم ویلي: دا حديث صحيح الاسناد دی، او ذهبي هم ورسره موافق دی. الهيثمي په «مجمع الزوائد» (۴/۱۰) کې ویلي: «د دې حديث ټول راويان د صحيح بخاري راويان دي». او الباني په «الصحيحة» (۹۵۴/۶) کې ویلي: دا تر ټولو صحیح روایت دی چې د مسجد الاقصی د لمانځه فضیلت په اړه راغلی دی. او وګوره «تمام المنة» (۲۹۴)
الحديث الرابع
ثالث المساجد التي تُشد إليها الرحال
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله ﷺ قال: ((لا تشد الرحال⁽١⁾ إلا إلى ثلاثة مساجد، المسجد الحرام، ومسجد الرَّسُولِ، وَمَسْجِدِ الأَقصى))⁽٢⁾
⁽١⁾ معناه عند جمهور العلماء: لا فضيلة في شد الرحال إلى مسجد غيرها اهـ شرح النووي على مسلم (٩/٩٣٢)؛ والرحال كناية عن السفر شرح سنن بن ماجه محمد فؤاد عبد الباقي
⁽٢⁾ أخرجه البخاري: (١١٨٩)، ومسلم: (١٣٩٧).
څلورم حدیث
درېیم جومات چې خلکو ته د ورتګ لپاره سفر کول روا دي
د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: سفر نه کیږي مګر درې جوماتونو ته، مسجد الحرام، د رسول الله ﷺ جومات، او مسجد الاقصی
⁽١⁾ د جمهور علماوو په نظر: د دې حدیث معنی دا ده چې د درې یادو جوماتونو پرته نورو جوماتونو ته د سفر کولو ځانګړې فضیلت نشته. دا د امام نووي په «شرح مسلم» کې ذکر شوی (۹۳۲/۹). او «الرحال» (سفر) ته اشاره کوي. محمد فؤاد عبد الباقي د «شرح سنن ابن ماجه» کې دا ذکر کړی.
⁽٢⁾ دا حدیث بخاري (۱۱۸۹) او مسلم (۱۳۹۷) روایت کړی.
الحديث الخامس
فضل الاعتكاف في المسجد الأقصى
عن حذيفة بن اليمان رضي الله عنه قال: إن رسول الله ﷺ قال: ((لَا اعْتِكَافَ إِلَّا فِي المساجد الثلاثةِ: المسجِدِ الحرامِ، وَمَسجِدِ النبي، وَمَسجِدِ بَيتِ المقدس))⁽١⁾.
⁽١⁾ أخرجه عبد الرزاق في مصنفه (٨٠١٦)، وابن أبي شيبة في مصنفه (٩٦٦٩)، والطحاوي في شرح المشكل: (١٥٠٠)؛ والإسماعيلي في المعجم»: (٣٤٥) (٢/١١٢)، قال ابن تيمية في الصيام من شرح العمدة: (٢/٧٢٤) إسناده جيد، وقال الذهبي في سير أعلام النبلاء: (١٥/٨١) صحيح غريب عال»، وأخرجه الطبراني في الكبير (٩٥١١)، والبيهقي في السنن الكبرى (٨٥٧٤)، وصححه الألباني مرفوعا في السلسلة الصحيحة»: (٢٧٨٦)
پینځم حدیث
د اعتکاف فضيلت د اقصی په جومات کې
د حذیفه بن یمان رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: اعتکاف نشته مګر په درې جوماتونو کې: مسجد الحرام، د رسول الله ﷺ جومات، او د بیت المقدس جومات
⁽١⁾ دا حدیث عبد الرزاق په «مصنف» کې (۸۰۱۶)، ابن ابی شیبه په «مصنف» کې (۹۶۶۹)، طحاوي په «شرح مشکل» کې (۱۵۰۰)، او اسماعیلي په «معجم» کې (۱۱۲/۲/۳۴۵) روایت کړی. ابن تیمیه په «الصیام من شرح العمدة» کې ویلي چې اسناد یې ښه دي (۲/۷۲۴)، او ذهبی په «سیر اعلام النبلاء» کې ویلي: «دا صحیح او نادر حدیث دی» (۸۱/۱۵). همدارنګه، الطبراني په «الکبیر» (۹۵۱۱)، او بیهقي په «السنن الکبری» (۸۵۷۴) کې روایت کړی، او الباني په «السلسلة الصحیحة» کې دا حدیث صحیح ګڼلی (۲۷۸۶)
الحديث السادس
جواز نذر الصلاة في بيت المقدس
عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما أَنَّ رجلا قام يوم الفتح فقال: يا رسولَ اللهِ، إِنِّي نَذرتُ لِلَّهِ إِن فَتَحَ اللهُ عَليكَ مَكَّةَ أَن أُصلِّيَ فِي بَيتِ المقدس ركعتين، قال: «صل هاهنا»، ثم أعاد عليه، فقال: «صل هاهنا»، ثُمَّ أَعادَ عليه، فقال: «شَأْنُكَ إِذًا»⁽١⁾.
⁽١⁾ أخرجه أحمد (١٤٩٨١)، والدارمي: (٢٣٣٩)، وأبو داود (٣٣٠٥) بهذا اللفظ، والبيهقي في السنن الكبرى (٨٥٧٤)، وصححه الألباني في إرواء الغليل»: (٢٥٩٧) وقال: إسناده صحيح على شرط مسلم، وقال الوادعي في الصحيح المسند (٢٦٦): صحيح على شرط مسلم
شپږم حدیث
په بيت المقدس کې د نذر د لمانځه جواز
د جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی چې مکې د فتحې په ورځ یو سړی راپورته شو او ویې ویل: یا رسول الله! ما نذر کړی و چې که الله مکه پر تا فتحه کړي، زه به په بیت المقدس کې دوه رکعته لمونځ وکړم. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: «همدلته لمونځ وکړه». هغه بیا دا خبره تکرار کړه، نو رسول الله ﷺ ورته بیا وفرمایل: «همدلته لمونځ وکړه». هغه بیا دا خبره وکړه، نو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: «اوس نو خپله خبره پوره کړه».
⁽١⁾ دا حدیث احمد (۱۴۹۸۱)، دارمي (۲۳۳۹)، ابو داود (۳۳۰۵) په همدې الفاظو روایت کړی دی، او بیهقي په «السنن الکبرى» (۸۵۷۴) کې روایت کړی. الباني په «إرواء الغليل» (۲۵۹۷) کې دا حدیث صحیح ګڼلی او ویلي یې دي چې اسناد یې د مسلم د شرط مطابق دي. همدارنګه، الوادعي په «الصحيح المسند» (۲۶۶) کې ویلي چې دا حدیث د مسلم د شرط مطابق صحیح دی.
الحديث السابع
البراق دابة الرسول ﷺ من مكة إلى بيت المقدس
عن أنس بن مالك رضي الله عنه أن رسول الله ﷺ قال: ((أُتِيتُ بالبُراقِ⁽١⁾، وَهُوَ دَابَّةٌ أَبيَضُ طَوِيلٌ، فَوَقَ الحِمارِ وَدُونَ البَغْلِ، يَضَعُ حَافِرَهُ عِندَ مُنتَهى طَرْفِهِ، قال: فَرَكِبْتُهُ حَتى أَتَيْتُ بَيْتَ المُقدِسِ⁽٢⁾، قَالَ: فَرَبطتُهُ بالحَلْقَةِ الَّتي يَربطُ بِهِ الأَنبياء....))⁽٣⁾.
⁽١⁾ البراق: سمي بذلك لنصوع لونه وشدة بريقه، وقيل: لسرعة حركته، شبهه فيها بالبرق
⁽٢⁾ بيت المقدس: البيت المقدس المطهر: أي المكان الذي يطهر فيه من الذنوب.
⁽٣⁾ أخرجه البخاري (٣٨٨٧)، و مسلم: (١٦٢) بهذا اللفظ.
اووم حدیث
براق يا هغه مرکب چې رسول الله ﷺ پرې له مکې څخه تر بیت المقدس پورې سفر وکړ
د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «ماته براق راوړل شو، هغه یو سپین او اوږد څاروی وو چې د خره څخه لوی او د کچر نه کوچنی و. هغه خپله پښه په هغه ځای کې ږدي چې د نظر آخري حد وي». هغه وفرمایل: «زه پرې سپور شوم تر څو چې بیت المقدس ته ورسېدم». رسول الله ﷺ وفرمایل: «ما هغه په هغې کړۍ کې وتړلو چې پېغمبرانو به خپل څاروي پکې تړل».
⁽١⁾ براق: دې ته ځکه براق ویل شوی چې د هغه رنګ ډېر روښانه او ځلېدونکی و، او ویل شوي چې د هغه حرکت دومره چټک و لکه بریښنا
⁽٢⁾ بیت المقدس: دا یو پاک ځای دی، یعنې هغه ځای چې ګناهونه پکې پاکېږي
⁽٣⁾ دا حدیث بخاري (۳۸۸۷) او مسلم (۱۶۲) روایت کړی دی.
الحديث الثامن
معجزة إسراء النبي محمد ﷺ من مكة إلى بيت المقدس في ليلة
عن أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها قالت: ((لَمَّا أُسْرِيَ⁽١⁾ بِالنَّبِي ﷺ إلى المسجِدِ الأقصى؛ أَصْبَحَ يَتَحَدَّثُ النَّاسُ بِذلِكَ، فَارْتَدَّ نَاسٌ مِمَّنْ كانوا آمنوا به وَصَدَّقُوهُ، وسَعَوْا بِذلك إلى أَبي بكر، فقالوا: هل لك إلى صاحِبِكَ؟ يَزعُمُ أَنَّهُ أُسْرِيَ بِهِ اللَّيْلَةَ إلى بيت المقدس! قال: أَو قال ذَلِكَ قالوا: نعم. قال: لَئِنْ كَانَ قال ذلك؛ لقد صَدَقَ. قالوا: أَوَ تصدقه أَنَّهُ ذَهَبَ اللَّيْلة إِلى بَيْتِ المَقْدِسِ وَجَاءَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ؟ قَالَ: نَعَمْ؛ إِنِّي لَأُصَدِّقُهُ فِيمَا هو أبعد من ذلك؛ أُصَدِّقُهُ بِخَبَرِ السَّماءِ فِي غُدْوَةٍ أو رَوْحَةٍ؛ فَلِذلِك سُمِّيَ أبو بكر الصديق))⁽٢⁾.
⁽١⁾ أُسري: مأخوذ من السرى وهو سير الليل. فائدة والذي دلت عليه الأحاديث الصحيحة الكثيرة هو ما ذهب إليه معظم علماء السلف والخلف من أن الإسراء كان بجسده وروحه يقظة
= إلى بيت المقدس ثم السماوات وهو الحق والصواب الذي لا يجوز العدول عنه. (تحفة الأحوذي - ٨/٥٦٧) ⁽٢⁾ أخرجه الحاكم: (٦٣)، وصححه ووافقه الذهبي في «التلخيص»، والبيهقي في دلائل النبوة»: (٦٥٢)، وأبو نعيم في معرفة الصحابة» (٦٢)، وصححه الألباني في السلسلة الصحيحة» (٣٠٦)
آتم حدیث
په يوه شپه کې له مکې څخه بيت المقدس ته د رسول صلی الله عليه وسلم معجزه
د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې کله رسول الله ﷺ د مسجد الاقصی په لور اسراء وکړله (په یوه شپه کې له مکې څخه بیت المقدس ته)، نو خلکو په دې اړه خبرې کولې. ځینې خلکو چې ایمان یې راوړی و او هغه یې رښتینی ګڼلی و، مرتد شول. دوی ابوبکر رضي الله عنه ته ورغلل او ورته یې وویل: «ایا خبر یې چې ستا ملګری دا ادعا کوي چې هغه تېره شپه بیت المقدس ته تللی او راغلی دی؟» ابوبکر رضي الله عنه وویل: «ایا هغه داسې ویلي دي؟» هغوی وویل: «هو». ابوبکر رضي الله عنه وویل: «که هغه دا ویلي وي، نو یقینًا رښتیا وایي». هغوی وویل: «ایا ته دا منې چې هغه په یوه شپه کې بیت المقدس ته تللی او بېرته راغلی دی مخکې له دې چې سهار شي؟»
ابوبکر رضي الله عنه وویل: «هو، زه هغه په داسې څه کې رښتینی ګڼم چې تر دې هم لرې دي؛ زه هغه د آسمان له پېښو سره سمباوره ګڼم، په هر سهار او ماښام کې». نو له همدې امله ابوبکر ته «الصديق» لقب ورکړل شو
⁽١⁾ «اسري» د «السرى» څخه اخیستل شوی دی چې د شپې سفر ته وایي. ګټور ټکی: په ډېرو صحیح احادیثو کې څرګنده شوې چې اسراء د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدن او روح په یو ځایوالي کې په ویښه شوې وه، د مکې څخه بیت المقدس او بیا آسمانونو ته. دا همغه حق دی چې له هغه څخه عدول نه دی پکار (تحفة الأحوذي - ۸/۵۶۷)
⁽٢⁾ دا حدیث حاکم روایت کړی (۶۳)، او هغه صحیح ګڼلی او ذهبي هم په «التلخیص» کې موافقه کړې. بیهقي په «دلائل النبوة» کې (۶۵۲)، او ابو نعیم په «معرفة الصحابة» کې (۶۲) روایت کړی دی. الباني په «السلسلة الصحيحة» کې (۳۰۶) دا حدیث صحیح ګڼلی
الحديث التاسع
النبي محمد ﷺ يختار الفطرة في المسجد الأقصى
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: «لَيلَةَ أُسري بي رأيتُ موسى، وإذا هو رجلٌ ضَرْبٌ⁽١⁾ رَجِلٌ⁽٢⁾ كَأَنَّهُ مِن رِجَالِ شنوءة⁽٣⁾، ورأيتُ عيسى، فإذا هو رجلٌ ربعة أحمر⁽٤⁾، كأنما خرج من ديماس⁽٥⁾ وأنا أشبه ولد إبراهيم به. ثُمَّ أُتِيتُ بإناءَيْنِ، فِي أَحَدِهِما لَبَنٌ، وفي الآخر خَمْرٌ، فقال: اشرب أيهما شِئْتَ، فَأَخَذْتُ اللَّبَنَ فَشَرِبْتُهُ، فَقِيلَ: أَخَذْتَ الفِطْرَةَ، أَمَا إِنَّكَ لو أخذت الْخَمْرَ غَوَتْ أُمَّتُكَ»⁽٦⁾.
⁽١⁾ رجل ضرب أي نحيف خفيف اللحم.
⁽٢⁾ رَجلٌ: مسرح شعره ومنظفه ومحسنه.
⁽٣⁾ شنوءة: حي في اليمن، معروف أهله بالطول.
⁽٤⁾ ربعة أحمر أي معتدل القامة؛ ليس بطويل جدا ولا بقصير جدا، ولونه يميل إلى الحمرة.
⁽٥⁾ ديماس: حمام.
⁽٦⁾ أخرجه البخاري (٣٣٩٤)، بهذا اللفظ، ومسلم (١٥٤).
نهم حدیث
نبي صلی الله عليه وسلم فطرت غوره کړ د اقصی په جومات کې
ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «د هغه شپې په اړه چې زه د اسراء په سفر والړم، ما موسی علیه السلام ولید، هغه یو لوړ او نری سړی و، داسې لکه چې د شنوءة د خلکو څخه وي. ما عیسی علیه السلام هم ولید، هغه یو منځنی قد لرونکی سور رنګی سړی و، داسې ښکارېده لکه چې له حمام څخه راوتلی وي، او زه د ابراهیم علیه السلام د اولادونو څخه ورته ډېر ورته وم. بیا ماته دوه لوښي راوړل شول، په یوه کې شیدې وې او په بل کې شراب. ماته وویل شول: کوم یو چې غواړې ويې څښه، نو ما شیدې واخیستې او و مې څښلې. بیا ماته وویل شول: تا فطرت غوره کړ. که تا شراب غوره کړي وای، ستا امت به ګمراه شوی وای
⁽١⁾ «ضرب» یعنې نری او لږ غوښه لرونکی.
⁽٢⁾ «رجلٌ» یعنې د هغه وېښتان ښه سیده او پاک وو.
⁽٣⁾ «شنوءة» د یمن یو قبیله ده چې خلک یې د اوږدوالي له مخې مشهور دي.
⁽٤⁾ «ربعة أحمر» یعنې د منځني قد او سور رنګ لرونکی. نه ډېر لوړ او نه ډېر ټیټ.
⁽٥⁾ «دیماس» یعنې حمام.
⁽٦⁾ دا حدیث بخاري (۳۳۹۴) او مسلم (۱۵۴) په همدې الفاظو روایت کړی دی
الحديث العاشر
النبي محمد ﷺ إمام الأنبياء ليلة الإسراء في المسجد الأقصى
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: «لقد رأيتُني فِي الحِجْرِ وَقُرَيشٌ تسألني عن مسراي، فسألتني عن أشياء من بيت المقدس لم أثبتها⁽١⁾؛ فَكُرِبْتُ كُرْبَةً⁽٢⁾ مَا كُرِبْتُ مثله قط. قال: فَرَفَعَهُ الله لي أَنْظُرُ إِلَيه، ما يسأَلُونِي عن شَيْءٍ إلا أَنْبَأْتُهُم به، وقد رَأَيْتُنِي فِي جَمَاعَةٍ من الأنبياء، فَإِذَا مُوسَى قَائِمٌ يُصَلِّي، فَإِذَا رَجُلٌ ضَرْبٌ جَعْدٌ، كَأَنَّهُ مِنْ رِجَالِ شَنُوءَةَ، وَإِذَا عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ عليه السلام قَائِمٌ يُصَلِّي، أَقْرَبُ النَّاسِ بِهِ شَبَهًا عُروَةُ بْنُ مَسعُود الثَّقَفِيُّ، وَإِذَا إِبْرَاهِيمُ عليه السلام قَائِمٌ يُصَلِّي، أَشبَهُ النَّاسِ بِهِ صَاحِبُكُمْ يَعْنِي نَفْسَهُ، فَحَانَت الصَّلَاةُ فَأَمَمْتُهُمْ. فَلَمَّا فَرَغْتُ من الصلاة قال قائل: يَا محمد! هذا مالك صَاحِبُ النارِ، فَسَلِّمْ عليه، فَالْتَفَتُّ
إليه، فبدأني بالسلام»⁽٣⁾.
⁽١⁾ لم أثبتها: لم ألاحظها، لم أنتبه إليها.
⁽٢⁾ كربت كربة: أخذني الغم الذي يأخذ بالنفس
⁽٣⁾ أخرجه مسلم (١٧٢).
لسم حدیث
نبي ﷺ د انبياوو امام د اسراء په شپه د اقصی په جومات کې
ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه په حجر (کعبه) کې ووم، او قریشو له ما څخه د اسراء په اړه پوښتنې کولې. هغوی له ما څخه د بیت المقدس په اړه ځینې پوښتنې وکړې چې ما ورته ځوابونه نه درلودل؛ نو زه ډېر سخت غمجن شوم. الله تعالی ما ته دا قدرت راکړ چې زه بیت المقدس ته وګورم، او هر څه چې هغوی له ما څخه پوښتل، ما ورته وویل. ما د پېغمبرانو په یوې ډلې کې ولیدل چې موسی علیه السلام ولاړ و او لمونځ یې کاوه، هغه داسې سړی و چې غټ او تاو راتاو وېښتان یې ول، لکه چې د شنوءة د خلکو څخه وي. عیسی بن مریم هم ولاړ و او لمونځ یې کاوه، او هغه عروه بن مسعود ثقفي ته ډېر ورته و. ابراهیم علیه السلام هم ولاړ و
او لمونځ یې کاوه، او هغه ته ډېر ورته سړی ستاسو ملګري چې زه یم، یعنې خپله رسول الله ﷺ. نو کله چې د لمونځ وخت راغی، ما هغوی ته امامت ورکړ». «کله چې له لمانځه څخه فارغ شوم، یوه سړي وویل: «اې محمده! دا مالک دی، د اور مالک، سلام پرې ووايه». نو زه ورته راتاو شوم، او هغه په سلام کولو سره پیل وکړ».
⁽١⁾ «لم أثبتها» یعنې ما دې ته پام نه و کړی، یا ما نه و لیدلی.
⁽٢⁾ «كربت كربة» یعنې غم چې په نفس باندې تسلط وکړي.
⁽٣⁾ دا حدیث مسلم (۱۷۲) روایت کړی دی.
الحديث الحادي عشر
المسجد الأقصى يُجلّى للرسول ﷺ في مكة ليصفه لقريش
عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال: إن رسول الله ﷺ قال: ((لما كَذَّبَتْنِي قريش⁽١⁾ قمت في الحِجرِ⁽٢⁾ فَجَلَّى اللهُ لِي بَيتَ المقدس⁽٣⁾ فَطَفِقْتُ⁽٤⁾ أُخبرهم عن آياتِهِ⁽٥⁾، وَأَنَا أَنظُرُ إِليه))⁽٦⁾.
⁽١⁾ لما كذبتني قريش: أي نسبوا إلي الكذب فيما ذكرت من قضية الإسراء وطلبوا مني علامات بيت المقدس.
⁽٢⁾ الحجر: بالكسر» اسم الحائط المستدير إلى جانب الكعبة من قبل الشام
⁽٣⁾ فجلى الله لي بيت المقدس: أي أظهره لي.
⁽٤⁾ طفقت: أخذت وشرعت.
⁽٥⁾ عن آياته: أي علاماته وأوضاعه وأحواله.
⁽٦⁾ أخرجه البخاري (٣٨٨٦، ٤٧١٠)، ومسلم (١٧٠).
یوولسم حدیث
د اقصی جومات ښکاره کيدل رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کله چې قریشو ته یې بیان کوو
جابر بن عبدالله رضي الله عنهما روایت کوي، هغه وايي: رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې قریشو زه دروغجن وګڼلم، زه د حِجر سره ولاړ وم، نو الله تعالی ما ته بیت المقدس وښود. چې د هغې نښې او علامې دوی ته بیان کړم، پداسې حال کې چې زه ورته ګورم».
⁽١⁾ لما كذبتني قريش: یعنې کله چې قریشو پر ما د دروغو تور ولګاوه چې د اسراء په اړه مې دوی ته ذکر کړی و، او دوی له ما څخه د بیت المقدس نښې وغوښتلې
⁽٢⁾ حِجر: د کعبې ترڅنګ هغه نیم دایروي دیوال دی چې د شام لوري ته دی
⁽٣⁾ فجلى الله لي بيت المقدس: یعنې الله تعالی ما ته بیت المقدس روښانه ښکاره کړ
⁽٤⁾ طفقت: یعنې ما پیل وکړ او د بیت المقدس نښې مې دوی ته بیانولې
⁽٥⁾ عن آياته: یعنې د بیت المقدس نښې او حالتونه.
⁽٦⁾ دا حدیث بخاري (۳۸۸۶، ۴۷۱۰) او مسلم (۱۷۰) روایت کړی.
الحديث الثاني عشر
النبي محمد ﷺ يدعو نصارى بيت المقدس للإسلام
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما أَنَّ أَبَا سُفْيَانَ أَخْبَرَهُ: ((أَنَّ هِرَقْلَ أَرسل إليه وهم بإيلياء⁽١⁾، ثُمَّ دعا بكتابِ رسول ﷺ، فلما فَرَغَ مِنْ قراءة الكتاب كثر عِندَهُ الصَّخَبُ، فارتفعت الأصوات، وَأُخْرِجْنَا، فَقُلْتُ لأصحابي حين أُخْرِجْنَا: لقد أَمِرَ أَمْرُ ابْنِ أبي كَبْشَةَ إِنَّهُ يخافُهُ مَلِكُ بني الأَصْفَرِ))⁽٢⁾
⁽١⁾ إيلياء: بيت المقدس.
⁽٢⁾ أخرجه البخاري (٢٩٧٨) بهذا اللفظ، ومسلم (١٧٧٣).
دوولسم حدیث
نبي محمد ﷺ نصاراوو ته د اسلام بلنه ورکوي
عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روایت کوي چې ابو سفیان ورته وویل: «هراکلیوس ما ته ایلیاء (بیت المقدس) ته یو استازی را واستاوه، بیا یې د رسول الله ﷺ لیک راوغوښت، او کله چې يې ولوست، شاوخوا یې زیات خلک را ټول شول او شورماشور شو. موږ له مجلسه وایستل شو. نو ما خپلو ملګرو ته وویل: بېشکه د ابن ابی کبشه (محمد ﷺ) امر اوچت شوی دی، ځکه چې د روميانو پاچا (هراکلیوس) هم ترې ویره لري».
⁽١⁾ ایلیاء: یعنې بیت المقدس.
⁽٢⁾ دا حدیث بخاري (۲۹۷۸) او مسلم (۱۷۷۳) روایت کړی.
الحديث الثالث عشر
المسجد الأقصى محراب الأتقياء
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه عن النبي ﷺ ((إِنَّ بَنِي إِسْرَائِيلَ استخلَفُوا خَلِيفَةً عَلَيْهِم بَعدَ موسى عليه السلام، فَقَامَ يُصَلِّي لَيْلَةً في القمر فوقَ بيتِ المُقْدِسِ، فَذَكَرَ أُمُورًا كَانَ صَنَعَهَا، فَخَرَجَ فَتَدَلَّى بِسَبَبٍ⁽١⁾، فَأَصْبَحَ السَّبَبُ مُتَعَلِّقًا في المسجِدِ، وَقَدْ ذَهَبَ، قال: فانطلق حتى أَتَى قَوْمًا عَلَى شَطِّ البَحْرِ، فَوَجَدَهُمْ يَضْرِبُونَ لَبِنًا أويصنعون لبِنًا⁽٢⁾، فَسَأَلهم: كيف تأخذون على هذا اللبن؟ قَالَ: فَأَخْبَرُوه، فَلَبِنَ مَعَهُم، فَكَانَ يَأْكُل مِن عَمَلِ يده، فإذا كَانَ حِينَ الصَّلَاةِ قَامَ يُصَلِّي، فَرَفَعَ ذلك العُمَّالُ إِلَى دِهْقَانِهِم⁽٣⁾، أَنَّ فِينَا رَجُلًا يَفْعَلُ كَذَا وَكَذَا، فَأَرْسَلَ إِلَيْهِ، فَأَبَى⁽٤⁾ أَنْ يَأْتِيَهُ، ثلاث مرات، ثُمَّ إِنَّهُ جَاءَهُ يَسِيرُ عَلَى دَابَّتِهِ، فَلَمَّا رَآهُ فَرَّ، فَاتَّبَعَهُ فَسَبَقَهُ، فَقَالَ: أَنْظِرْنِي أُكَلِّمْكَ، قَالَ: فَقَامَ حَتَّى كَلَّمَهُ، فَأَخْبَرَهُ خَبَرَهُ،
فَلَمَّا أَخْبَرَهُ أَنَّهُ كَانَ مَلِكًا وَأَنَّهُ فَرَّ مِنْ رَهْبَةِ اللَّهِ، قال: إني لَأَظُنُّنِي لَاحِقٌ بِكَ، قال: فَاتَّبَعَهُ، فعبدا الله، حتى ماتا بِرُمَيْلَةِ⁽٥⁾ مِصْرَ)). قال عبد الله: لو أَنِّي كُنتُ ثَمَّ لاهتديت إلى قبرهما بصفة رسول الله التي وصف لنا))⁽٦⁾.
⁽١⁾ السبب الحبل، وقيل: لا يسمى الحبل سببًا حتى يكون طرفه معلقا بالسقف أو نحوه
⁽٢⁾ اللبن: ما يعمل من الطين كالطوب والآجر.
⁽٣⁾ دهقانهم بكسر الدال وضمها: رئيس القرية أو رئيس الإقليم، وهو مُعَرَّب.
⁽٤⁾ أبى: رفض وامتنع.
⁽٥⁾ برميلة: قال الشيخ أحمد شاكر - رحمه الله: بضم الراء وفتح الميم، هي ميدان تحت قلعة الجبل، كانت ميدان أحمد بن طولون، وبها كانت قصوره وبساتينه، وهي المعروفة الآن باسم «ميدان صلاح الدين، وباسم «المنشية» بالقاهرة. ا انظر: النجوم الزاهرة (٤/٤٩).
⁽٦⁾ أخرجه أحمد (١/٤٥١) مطولًا، وأخرجه البزار (١٩٩٠)، بهذا اللفظ، والطبراني في «الأوسط» (٦٥٩٩) و «الكبير»، وأبو يعلى (٥٣٨٣)، قال الهيثمي في مجمع الزوائد» (١٠/٢٢١): إسناده حسن»، وقال أحمد شاكر في مسند أحمد (٦/١٥١): إسناده حسن»، وصححه الألباني في السلسلة الصحيحة» (٢٨٣٣)
دیارلسم حدیث
مسجد الاقصی د پرهېزګارانو محراب
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روایت کوي چې نبي ﷺ وفرمایل: «بني اسرائیلو د موسی علیه السلام له وفات وروسته یو خلیفه (پاچا) ټاکلی و. هغه پاچا یوه شپه په بیت المقدس کې د سپوږمۍ لاندې لمونځ کولو. هغه خپل پخواني اعمال یاد کړل، بیا بهر ووت او ځان یې د یوه رسۍ په واسطه ښکته کړ، او سهار هغه رسۍ لا په مسجد کې ځوړنده وه، خو هغه پاچا تللی و». نبي کریم ﷺ وویل: «هغه پاچا روان شو او تر هغه ځایه ورسېد چې هلته خلکو خښتې جوړولې. هغه له دوی څخه پوښتنه وکړه چې د خښتو جوړولو په بدل کې څه ترلاسه کوئ؟ نو هغوی ورته وویل. هغه هم ورسره یو ځای شو او د خپلې لاس مزدورۍ څخه یې خوړل او څښل کول. کله چې د لمانځه وخت شو،
نو لمونځ یې کاوه. کارګرو دا خبر خپل مشر (دهقان) ته ورسولو چې زموږ په منځ کې یو سړی داسې او داسې کوي. دهقان (مشر) هغه ته استازی واستاوه، خو هغه درې ځله ورسره تلل ونه منل. بیا دهقان خپله په خپل حیوان سپور ورغی. کله چې پاچا هغه ولید، پاچا وتښتېد. دهقان (مشر) پسې ورغی، او له هغه مخکې شو». پاچا ورته وویل: «ما ته یو فرصت راکړه چې درسره خبرې وکړم». نو هغه ودرېد او خبرې یې وکړې. پاچا ورته خپل حال بیان کړ او ورته یې وویل: «زه یو پاچا وم، خو د الله تعالی له ویرې تښتېدلی یم». دهقان (مشر) ورته وویل: «زه فکر کوم چې زه به هم درسره یم». نو هغه له پاچا سره یو ځای شو او دواړو د الله عبادت کاوه، تر دې چې د مصر په رمیلۀ کې مړه شول». عبدالله بن مسعود وویل: «که زه هلته وای، د رسول الله ﷺ د بیان په اساس به مې د دوی
قبرونه موندلي وای».
⁽١⁾ «سبب» په دې ځای کې رسۍ ته ویل شوی، چې د څه شي سره تړلی وي
⁽٢⁾ «لبن» هغه خښتې ته ویل کیږي چې له خټې جوړېږي.
⁽٣⁾ «دهقان» د کلي یا سیمې مشر ته ویل کیږي.
⁽٤⁾ «أبى» یعنې رد کول او انکار کول.
⁽٥⁾ «رمیله»: د قاهرې د قلعه الجبل لاندې میدان دی، چې مخکې د احمد بن طولون میدان و، او اوس یې «میدان صلاح الدین» یا «المنشیه» بولي
⁽٦⁾ دا حدیث احمد (۴۵۱/۱)، بزار (۱۹۹۰)، الطبراني، او ابو یعلی روایت کړی
الحديث الرابع عشر
موسى - عليه السلام - يسأل الله أن يقبض روحه قريبا من فلسطين
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: (أُرْسِلَ مَلَكُ الموت إلى موسى، فلما جاءَهُ صَكَّهُ⁽١⁾، فَفَقَأَ عَينَهُ، فَرَجَعَ إِلى رَبِّهِ فقال: أَرْسَلْتَنِي إِلَى عَبْدٍ لا يُرِيدُ الموتَ، قال: فَرَدَّ اللهُ إليه عينه، وقال: ارجع إليه، فَقُل له يَضَعُ يَدَهُ على مَتنِ ثَوْرٍ، فَلَهُ بِمَا غَطَّتْ يَدُهُ بكل شعرةٍ سنةٌ، قال: أَيْ رَبِّ، ثُمَّ مَهْ؟ قال: ثم الموت، قال: فالآن، فسأل الله [أي موسى]* أَن يُدنِيَهُ⁽٢⁾ مِنَ الأَرْضِ المقدسة⁽٣⁾ رميةً بِحَجَرٍ⁽٤⁾، فقال: رسول الله ﷺ: فَلَو كُنتُ ثَمَّ لَأَرَيْتُكُمْ قَبرَهُ إِلَى جانب الطريق تحت الكثيب الأحمر⁽٥⁾)⁽٦⁾.
⁽١⁾ صَكّه: ضربه و لطمه.
⁽٢⁾ يدنيه: يقربه.
⁽٣⁾ الأرض المقدسة فلسطين (معجم البلدان، ياقوت الحموي (٤/
= ٥٧٥) ⁽٤⁾ رمية بحجر: أي يكون بيني وبينها مقدار رمية حجر. ⁽٥⁾ الكثيب الأحمر: الرمل المجتمع. وقيل: الكثيب السهل. ⁽٦⁾ أخرجه البخاري (١٣٣٩، ٣٤٠٧)، ومسلم (٢٣٧٢)، واللفظة لمسلم. *توضيح بأن السائل هو موسى عليه السلام.
څوارلسم حدیث
موسی علیه السلام الله تعالی ته دعا کوي چې فلسطین ته په نږدې ځای کې وفات شي
ابو هريرة رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې د مرګ فرښته موسی علیه السلام ته ورغله، موسی علیه السلام هغه په څپېړه ووهله او د هغه سترګه یې وباسله. فرښته بیرته الله تعالی ته ورغله او ويې ویل: تا زه داسې یو بنده ته ورلېږلې وم چې هغه مرګ نه غواړي. الله تعالی د فرښتې سترګه بېرته ورکړله او ورته یې وویل: بیرته موسی ته ولاړ شه او ورته ووایه چې خپل لاس د یوې غوا په شا کېږده، او د هر ویښته په بدل کې چې لاس یې پټوي، یو کال ژوند به ورکړل شی. موسی علیه السلام وویل: ای زما ربه! بیا به څه وشي؟ الله تعالی ورته وویل: بیا به مرګ وي. موسی علیه السلام وویل: نو اوس (زه مرګ قبلوم)، خو له الله څخه یې وغوښتل چې د
بیت المقدس سره نږدې د یوې تيږې د ګوزار په اندازه فاصله کې يې وفات کړي». رسول الله ﷺ وفرمایل: «که زه هلته وای، نو تاسو ته به مې د هغه قبر ښودلی وای، چې د لارې ترڅنګ د سرې غونډۍ لاندې دی».
⁽١⁾ «صَكَّه»: هغه په څپېړه ووهه.
⁽٢⁾ «يدنيه»: هغه ته نږدې کول.
⁽٣⁾ «الأرض المقدسة»: فلسطین (د یاقوت الحموي په معجم البلدان کې ذکر شوی)
⁽٤⁾ «رمية بحجر»: یعنې د یوې تیږې د ګوزار په اندازه فاصله.
⁽٥⁾ «الكثيب الأحمر»: د سرې شګې غونډۍ.
⁽٦⁾ دا حدیث بخاري (۱۳۳۹، ۳۴۰۷) او مسلم (۲۳۷۲) روایت کړی
الحديث الخامس عشر
حبس الشمس عن يوشع بن نون عليه السلام حتى يدرك دخول بيت المقدس
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: ((مَا حُبِسَتِ⁽١⁾ الشَّمْسُ عَلَى بَشَرٍ قَطُّ إِلَّا عَلَى يُوشَعَ بن نون، لَيَالِيَ سَارَ إِلَى بَيْتِ الْمَقْدِسِ))⁽٢⁾
⁽١⁾ قيل في هذا الحبس: إنها رجعت على أبراجها، وقيل: وقفت فلم ترد، وقيل: هو بطء حركتها
⁽٢⁾ أخرجه أحمد (٨٢٩)، والخطيب (٩/٩٩)، وابن عساكر (٢١/٢٢٩)، قال ابن حجر في فتح الباري (٦/٢٢١) إسناده صحيح، قال المناوي في التيسير (٢/٦٧٤): (رواه أحمد بإسناد صحيح، وصححه الألباني في «الصحيحة» (٢٠٢) و (٢٢٢٦)، وصحيح الجامع) (٥٦١٢)، قال شعيب الأرناؤوط في مسند أحمد» (٢/٣٢٥) (٨٢٩٨): إسناده صحيح على شرط البخاري»، وأخرجه البخاري مطولا (٢٩٥٦) دون ذكر يوشع بن نون وبيت المقدس وكذا مسلم (٤٦٥٣) وقد وضح ابن حجر في الفتح أن المقصود برواية البخاري بيت المقدس وذكر رواية أحمد انظر «الفتح» (١/٢٩٣) و (٦/٢٢١)
پینځلسم حدیث
د یوشع بن نون لپاره لمر ودرول شو ترڅو بیت المقدس ته داخل شي
ابو هريره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «هیڅکله لمر د یو انسان لپاره نه دی درول شوی، مګر د یوشع بن نون لپاره هغو شپو کې چې بیت المقدس ته په لاره و».
⁽١⁾ په دې لمر درولو کې ویل شوي چې لمر بېرته خپلو برجونو ته راستون شو، ځینې وايي لمر ودرېد او ځینې وايي چې د لمر حرکت ورو شو.
⁽٢⁾ دا حدیث احمد (۸۲۹)، الخطيب (۹/۹۹)، او ابن عساكر (۲۱/۲۲۹) روایت کړی دی. ابن حجر په «فتح الباري» کې وايي چې د دې حدیث سند صحیح دی. المناوي په «التيسير» کې (۲/۶۷۴) وایي: «احمد دا حدیث په صحیح سند سره روایت کړی، او الباني یې په «الصحيحة» (۲۰۲) او (۲۲۲۶) کې تصحیح کړی دی، همدارنګه په «صحيح الجامع» (۵۶۱۲) کې هم صحیح دی». شعيب الأرناؤوط په «مسند أحمد» (۳۲۵/۲) (۸۲۹۸) کې وایي: «د دې حدیث سند د بخاري پر شرط صحیح دی». بخاري هم دا حدیث په پراخه توګه (۲۹۵۶) روایت کړی، مګر یوشع بن نون او بیت المقدس ذکر نه دی شوی. مسلم هم (۴۶۵۳) کې دا حدیث روایت کړی، او ابن حجر په «فتح»
= کې وضاحت ورکړی چې د بخاري په روایت کې مقصد بیت المقدس دی او د احمد روایت ته اشاره کړې ده، وګورئ «الفتح» (۲۹۳ / ۱) او (۶/۲۲۱)
الحديث السادس عشر
سليمان عليه السلام يجدد بناء المسجد الأقصى
عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما عن رسول الله ﷺ: ((أَنَّ سُلَيْمَانَ بنَ دَاوُدَ لَمَّا فَرَغَ مِنْ بُنْيَانِ مَسْجِدِ بَيْتِ الْمَقْدِسِ سَأَلَ اللَّهَ حُكْمًا يُصَادِفُ حُكْمَهُ⁽١⁾، وَمُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ⁽٢⁾ مِنْ بَعْدِهِ، وَلَا يَأْتِي هَذَا الْمَسْجِدَ⁽٣⁾ أَحَدٌ لَا يُرِيدُ إِلَّا الصَّلَاةَ فِيهِ إِلَّا خَرَجَ مِنْ خَطِيئَتِهِ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ»، فَقَالَ رسول الله ﷺ: «أَمَّا اثْنَتَانِ فَقَدْ أُعْطِيَهُمَا⁽٤⁾، وَأَنَا أَرْجُو أَنْ يَكُونَ قَدْ أُعْطِيَ الثَّالِثَةَ⁽٥⁾))⁽٦⁾.
⁽١⁾ حكما يصادف حكمه: أي يوافق حكم الله، والمراد التوفيق للصواب في الاجتهاد
⁽٢⁾ وملكا لا ينبغي لأحد: أي لا يكون لأحد.
⁽٣⁾ ولا يأتي هذا المسجد: أي لا يدخل في المسجد الأقصى.
⁽٤⁾ أما اثنتان فقد أعطيهما: أي الحكم والملك.
⁽٥⁾ أرجو أن يكون قد أعطي الثالثة: وهي طلب المغفرة لمن
= أتى مسجده. ⁽٦⁾ أخرجه أحمد (٦٦٤٤)، والنسائي (٦٩٣)، وابن ماجه (١٤٠٨)، وأشار المنذري في الترغيب والترهيب (٢/٢٠٦) أن إسناده صحيح أو حسن أو ما قاربهما»، قال ابن همات الدمشقي في «التنكيت والإفادة» (٥٤): من أجود أحاديث الباب .. قال ابن حجر في «الفتح» (٦/٤٠٨): رواه النسائي بإسناد صحيح، وابن خزيمة (١٣٣٤)، بهذا اللفظ، وصححه الألباني في الجامع الصغير» (٢٠٩٠)، وصحيح ابن ماجه (١١٦٤)، وقال شعيب الأرناؤوط في مسند أحمد (٢/١٧٦) (٦٦٤٤): إسناده صحيح رجاله ثقات.
شپاړلسم حدیث
سليمان عليه السلام او د مسجد الاقصی بيارغونه
د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايي: «کله چې سليمان بن داود د بيت المقدس د مسجد د ودانۍ څخه فارغ شو، نو الله تعالی څخه يې درې شيان وغوښتل: لومړی دا چې الله تعالی د داسې فیصلې ورکولو توان ورکړي چې د الله د حکم سره سمون ولري، دويم داسې پاچاهي ورکړي چې له ده نه وروسته هېڅوک ورته ونه رسېږي، او درېيم دا چې څوک هم په دې مسجد کې یوازې د عبادت لپاره راشي، له ګناهونو څخه داسې پاک ووځي لکه په هغه ورځ چې مور زېږولی وي». رسول الله ﷺ وفرمايل: «دوې غوښتنې يې قبولې شوې، او زه هيله لرم چې درېیمه غوښتنه یې هم قبوله شوې وي».
⁽١⁾ «حكما يصادف حكمه» يعني د الله د حکم سره سمون لرونکی فيصله ورکول، او مطلب يې د اجتهاد په کار کې د صحيح توب توفیق دی
⁽٢⁾ «وملكا لا ينبغي لأحد» يعني داسې پاچاهي چې له ده پرته بل چا ته نه وي ورکړل شوې
⁽٣⁾ «ولا يأتي هذا المسجد» يعني څوک چې مسجد اقصی ته د عبادت لپاره راشي
⁽٤⁾ «أما اثنتان فقد أعطيهما» يعني د فيصلې او پاچاهۍ غوښتنې یې پوره شوې
⁽٥⁾ «أرجو أن يكون قد أعطي الثالثة» يعني د هغه چا لپاره د بښنې غوښتنه چې د عبادت لپاره دې مسجد ته راځي
⁽٦⁾ دغه حدیث امام احمد (۶۶۴۴)، نسائي (۶۹۳)، او ابن ماجه (۱۴۰۸) روایت کړی دی. امام منذري په خپل کتاب «الترغيب والترهيب» (۲/۲۰۶) کې اشاره کړې چې د دې حدیث سند صحيح دی، یا حسن دی، یا د دې دواړو په منځ کې څه دی. ابن همات الدمشقي په خپل کتاب «التنكيت والإفادة» (۵۴) کې ویلي چې دا د دې باب تر ټولو غوره حدیثونو څخه دی. ابن حجر په «الفتح» (۶/۴۰۸) کې لیکلي چې نسائي دغه حدیث د صحیح سند سره روایت کړی، او ابن خزیمة هم (۱۳۳۴) د همدې الفاظو سره روایت کړی دی. الباني دا حدیث په «الجامع الصغير» (۲۰۹۰) او «صحيح ابن ماجه» (۱۱۶۴) کې صحيح ګڼلی دی. شعيب الأرناؤوط هم په «مسند احمد» (۲/۱۷۶) کې (۶۶۴۴) ویلي چې د دې حدیث سند صحيح دی او د دې ټولو راويان باوري دي
الحديث السابع عشر
الوزغ تلهب نيران بيت المقدس لما أحرقت، والوطواط تطفئها
عن عائشة رضي الله عنها أنها قالت: ((كانت الأوزاغُ⁽١⁾ يَومَ أُحرِقَ بَيتُ المقدس⁽٢⁾ جَعَلَتْ تَنفُخُ النَّارَ بِأَفْوَاهِهَا، والوَطواط⁽٣⁾، تُطْفِئُها بِأَجْنِحَتِها))⁽٤⁾.
⁽١⁾ الوزغ وهي التي يقال لها: سام أبرص.
⁽٢⁾ أحرق بيت المقدس: حينما غزا بختنصر البابلي بني إسرائيل حتى أتاهم ببيت المقدس، فسبى أهلها وأحرق مسجدها
⁽٣⁾ الوطواط: الخطاف، وقيل الخفاش النهاية في غريب الحديث والأثر (٥/٢٠٤)
⁽٤⁾ أخرجه الفاكهي في أخبار مكة» (٢٢٩١)، والبيهقي في الصغرى (٣٠٦٠) (السنن الكبرى» (١٩٣٨١) بهذا اللفظ وقال: موقوف، وإسناده صحيح، وقال الحافظ في تلخيص الحبير) (٤/١٥٤): وحكمه الرفع؛ لأنه لا يقال بغير توقيف، وما كانت عائشة ممن يأخذ عن أهل الكتاب. ا
اووه لسم حدیث
چې کله د بيت المقدس اور ولګېد، وزګ (پروښه/منګری) یې اورپو کاوه او ښاپرک یې د اور د مړه کولو هڅه کوله
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې هغې وویل: «کله چې بيت المقدس وسوځول شو، الوزغ (یو ډول حیوان چې ورته سام ابرص ویل کېږي) په خپلو خولو کې اور پو کاوه، او الوطواط (یوه مرغه چې ورته خطاف یا خفاش ویل کېږي) په خپلو وزرو سره د هغه اور په مړه کولو بوخت وو».
⁽١⁾ الوزغ: دا هغه حیوان دی چې ورته سام ابرص ویل کېږي.
⁽٢⁾ «أحرق بيت المقدس» هغه وخت ته اشاره ده چې کله بختنصر بابلي د بني اسرائیلو پر قوم برید وکړ او بيت المقدس ته ورسېد، او د هغه ځای خلک يې اسیران کړل او مسجد یې وسوځاوه
⁽٣⁾ الوطواط: دا مرغه خطاف یا خفاش دي، لکه څنګه چې په «النهاية في غريب الحديث والأثر» (۵/۲۰۴) کې ذکر شوی دی
⁽٤⁾ دا روایت الفاکهي په «أخبار مكة» (۲۲۹۱) او البيهقي په
= «السنن الصغرى» (۳۰۶۰) او «السنن الكبرى» (۱۹۳۸۱) کې ذکر کړی، او ويلي یې دي چې دا حديث موقوف دی او د دې سند صحیح دی. حافظ ابن حجر په «تلخيص الحبير» (۴/۱۵۴) کې ویلي چې دا روایت د لوړ حیثیت حکم لري، ځکه چې داسې خبرې د توقيف پرته نه ویل کېږي، او عائشې رضي الله عنها له اهل کتاب څخه نقل نه کاوه
الحديث الثامن عشر
جسد يوسف عليه السلام يُحمل إلى الأرض المباركة
عن أبي موسى رضي الله عنه قال: أَتَى النَّبِيُّ ﷺ أَعْرَابِيًّا فَأَكْرَمَهُ، فَقَالَ لَهُ: «ائْتِنَا»، فأتاه، فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: «سَلْ حَاجَتَكَ»، قَالَ: نَاقَةٌ نَرْكَبُهَا، وَأَعْنُزٌ يَحْلُبُهَا أَهْلِي، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: «أَعَجَزْتُم أَنْ تَكُونُوا مِثْلَ عَجُوزِ بَنِي إِسْرَائِيلَ»؟ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا عَجُوزُ بَنِي إِسْرَائِيلَ؟ قَالَ: إِنَّ مُوسَى عَلَيْهِ السَّلَامُ لَمَّا سَارَ بِبَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ مِصْرَ ضَلُّوا الطَّرِيقَ، فَقَالَ: مَا هَذَا؟ فَقَالَ عُلَمَاؤُهُمْ: إِنَّ يُوسُفَ عَلَيْهِ السَّلَامُ لَمَّا حَضَرَهُ الْمَوْتُ أَخَذَ عَلَيْنَا مَوْثِقًا من اللَّهِ أَلَّا نَخْرُجَ مِنْ مِصْرَ حَتَّى نَنْقُلَ عِظَامَهُ⁽١⁾ مَعَنَا، قَالَ: فَمَنْ يَعْلَمُ مَوْضِعَ قَبْرِهِ؟ قَالَ: عَجُوزٌ من بني إسرائيل، فبعث إليها فأتته، فقال: دليني⁽٢⁾ على قبر يوسف، قالت: حَتَّى تُعطيني حكمي، قال: وما حُكْمُكِ؟ قَالَتْ: أَكُونُ مَعَكَ فِي الجَنَّةِ؛ فَكَرِهَ
أَنْ يُعطيها ذلك، فَأَوْحَى اللَّهُ إِلَيْهِ: أَنْ أَعْطِهَا حُكْمَهَا، فَانْطَلَقَتْ إِلَى بُحَيْرَةٍ مَوضِعِ مُسْتَنْقَعِ مَاءٍ، فَقَالَتْ: أَنْضِبُوا⁽٣⁾ هذا الْمَاءَ، فَأَنْضَبُوهُ، فَقَالَتِ: احتفروا، فاحتفروا، فاستخرجوا عِظام يُوسُفَ، فَلَمَّا أَقَلُّوهَا إِلى الأَرْضِ، وَإِذَا الطَّرِيقُ مِثْلُ ضَوْءِ النَّهَارِ»⁽٤⁾
⁽١⁾ عظامه: أطلقوا العظام وهم يريدون البدن كله، من باب إطلاق الجزء وإرادة الكل، ومعلوم أن الأرض لا تأكل أجساد الأنبياء.
⁽٢⁾ لفظ أبو يعلى والطبراني (دليني» ولفظ الحاكم «دلينا».
⁽٣⁾ أنضبوا: أي جففوا.
⁽٤⁾ أخرجه أبو يعلى (٧٢٥٤)، وابن حبان (٧٢٣) بهذا اللفظ، والطبراني في الأوسط) (٧٧٦٧)، والحاكم (٣٥٢٣) وصححه، قال الهيثمي في مجمع الزوائد) (١٠ / ١٧٣): رجاله رجال الصحيح، وقال ابن حجر في المطالب العالية» (٢ / ٣٦٤): إسناده حسن، وصححه الألباني في «الصحيحة» (٣١٣)
آتلسم حدیث
د يوسف عليه السلام د جسد وړل مبارکې ځمکې ته
د ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې ويلي یې دي: یو ځل پیغمبر ﷺ ته یو بیدیايي کس راغی، پیغمبر ﷺ یې عزت وکړ، نو هغه کس ته یې وفرمایل: «زموږ خوا ته راشه». هغه کس راغی، نو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: «خپله اړتیا بیان کړه». هغه کس وویل: «یوه اوښه چې ورباندې سفر وکړم او د یوه وزه غواړم چې کورنۍ مې ترې شیدې ترلاسه کړي». نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «تاسو د بني اسرائیلو د هغې بوډۍ په شان نه یاست؟» صحابه کرامو وویل: «ای د الله رسوله، د بني اسرائیلو بوډۍ څه وه؟» پیغمبر ﷺ وفرمایل: «کله چې موسی عليه السلام د بني اسرائیلو قوم له مصر نه وباسه، نو دوی په لار کې ورک شول. موسی عليه السلام پوښتنه
وکړه: دا څه حالت دی؟ د دوی عالمانو وویل: یوسف عليه السلام چې کله وفات کېدو، موږ سره یې د الله په نوم ژمنه وکړه چې له مصر څخه تر هغه مه وځئ تر څو زما جسد هم له ځان سره وباسئ». موسی عليه السلام وویل: «د یوسف قبر چا ليدلی؟» ځواب ورکړل شو چې د بني اسرائیلو یوه بوډۍ ده چې هغې ليدلی. موسی علیه السلام هغې ته یو څوک ور ولېږل، هغه راغله او موسی علیه السلام ته یې وویل چې د یوسف د قبر ځای به هغه ته وښيي خو په بدل کې یې غوښتنه وکړه چې په جنت کې له موسی سره يو ځای وي. موسی علیه السلام دې غوښتنې ته زړه ښه نه کړ، خو الله ورته وحې وکړه چې هغه ته یې غوښتنه ورکړه. نو هغه بوډۍ یوه د اوبو ډنډ ته ولاړه چې تر اوبو ډک وو، هغې وویل: دا اوبه وچې کړئ (يعنې له ډنډ څخه اوبه لرې کړئ). کله چې اوبه وچې شوې، نو هغه ځای وکيندل شو او د یوسف هډوکي (او ټول بدن) ترې
راوایستل شول. کله چې دوی د یوسف هډوکي له هغه ځایه وایستل، نو لاره داسې روښانه شوه لکه د ورځې روښنايي».
⁽١⁾ عظامه: «هډوکي» کارول شوي، خو دلته ټول بدن مراد دی، ځکه چې معلومه ده چې د انبیاوو جسدونه نه خرابېږي
⁽٢⁾ الفاظ: ابو یعلی او طبراني ویلي «دليني» او حاکم یې «دلينا» ذکر کړی
⁽٣⁾ «أنضبوا»: یعنی اوبه وچول.
⁽٤⁾ دا حدیث ابو یعلی (۷۲۵۴)، ابن حبان (۷۲۳) او طبراني په «الأوسط» (۷۷۶۷) کې د همدې الفاظو سره روایت کړی، او حاکم (۳۵۲۳) هم صحيح ګڼلی دی. هیثمي په «مجمع الزوائد» (۱۷۳ / ۱۰) کې ویلي چې د دې حدیث راويان د صحیح حدیث له راويانو څخه دي، او ابن حجر په «المطالب العالية» (۳۶۴ / ۲) کې یې سند حسن ګڼلی، او الباني هم دا حدیث په «الصحيحة» (۳۱۳) کې صحيح ګڼلی دی
الحديث التاسع عشر
المسجد الأقصى منبر الأنبياء
عن الحَارِثِ الأَشْعَرِيِّ رضي الله عنه أَنَّ نَبِيَّ اللَّهِ ﷺ قَالَ: ((إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ أَمَرَ يَحْيَى بْنَ زَكَرِيَّا عَلَيْهِمَا السَّلَامُ بِخَمْسِ كَلِمَاتٍ، أَنْ يَعْمَلَ بِهِنَّ، وَأَنَّ يَأْمُرَ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنْ يَعْمَلُوا بِهِنَّ، وَكَادَ أَنْ يُبْطِئَ، فَقَالَ لَهُ عِيسَى: إِنَّكَ قَدْ أُمِرْتَ بِخَمْسِ كَلِمَاتٍ أَنْ تَعْمَلَ بِهِنَّ، وَتَأْمُرَ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنْ يَعْمَلُوا بِهِنَّ، فَإِمَّا أَنْ تُبَلِّغَهُنَّ، وَإِمَّا أَنْ أُبَلِّغَهُنَّ، فَقَالَ: «يَا أَخِي، إِنِّي أَخْشَى إِنْ سَبَقْتَنِي أَنْ أُعَذَّبَ أَوْ يُخْسَفَ بِي»، قَالَ: «فَجَمَعَ يَحْيَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي بَيْتِ الْمَقْدِسِ، حَتَّى امْتَلَأَ الْمَسْجِدُ فَقُعِدَ عَلَى الشُّرَفِ⁽١⁾، فَحَمِدَ الله ...))⁽٢⁾
⁽١⁾ الشرفات: جمع «شرفة» وهي أعلى كل شيء.
⁽٢⁾ أخرجه أحمد (١٧١٧٠) بهذا اللفظ، والترمذي (٨٦٣)، وقال: حسن صحيح غريب، وابن خزيمة (١٨٩٥)، و ابن حبان (٦٢٣٣)، وصححه الألباني في صحيح الجامع (١٧٢٤).
نولسم حدیث
مسجد الاقصی د انبياوو منبر
د حارث الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل: «بېشکه الله عزوجل یحیی بن زکریا عليهما السلام ته د پنځو وصیتونو امر کړی و چې پخپله عمل پرې وکړي او بني اسرائیلو ته هم امر وکړي چې په هغو عمل وکړي. یحیی علیه السلام لږ ځنډ وکړ، نو عیسی علیه السلام ورته وویل: بېشکه الله تعالی تا ته په پنځو وصیتونو امر کړی چې پخپله پرې عمل وکړې او بني اسرائیلو ته هم امر وکړې چې په هغو عمل وکړي. نو یا خو به ته یې چې دا وصیتونه هغوی ته ورسوې، او یا به يې زه رسوم. یحیی وویل: ای زما وروره، زه وېرېږم چې که ته تر ما مخکې دا کار وکړې، نو زه به په عذاب واوړم او یا به د ځمکې لاندې شم». نو یحیی علیه السلام بني اسرائیل په بيت المقدس کې
راټول کړل تر څو چې مسجد ډک شو، او د لوړ ځای پر سر کښیناست، او الله یې وستایه او د هغه شکر يې ادا کړ»...
⁽١⁾ الشرفات: د «شرفة» جمع ده، او دا د هر شي لوړ ځای ته ویل کېږي
⁽٢⁾ دا حدیث امام احمد (۱۷۱۷۰) د همدې الفاظو سره روایت کړی، ترمذي (۸۶۳) یې حسن صحیح غریب ګڼلی، ابن خزیمه (۱۸۹۵) او ابن حبان (۶۲۳۳) کې هم روایت کړی، او الباني په «صحيح الجامع» (۱۷۲۴) کې صحیح ګڼلی دی
الحديث العشرون
طاعون الشام شهادة لأمة النبي محمد ﷺ ورجز على الكافرين
عن أبي عسيب رضي الله عنه مولى رسول الله ﷺ قال: قال رسول الله ﷺ: «أتاني جِبْرِيلُ بِالْحُمَّى وَالطَّاعُونِ، فَأَمْسَكْتُ الحمى بالمدينة، وَأَرْسَلْتُ الطاعون إلى الشَّام، فالطاعُونُ شَهَادَةٌ لِأُمَّتِي وَرَحْمَةٌ، وَرِجْسٌ⁽١⁾ عَلَى الكَافِرِ»⁽٢⁾.
⁽١⁾ الرجس، وفي رواية (رجز): وهو العذاب.
⁽٢⁾ أخرجه أحمد (٢٠٧٦٧) بهذا اللفظ، وصححه الألباني في صحيح الترغيب والترهيب (١٤٠١)، قال الوادعي في «الصحيح المسند» (١٢٥٤): «صحيح».
شلم حدیث
د شام طاعون د نبي صلی الله عليه وسلم د امت لپاره شهادت او د کافرانو لپاره عذاب دی
د ابو عسیب رضي الله عنه څخه، چې د رسول الله ﷺ غلام و، روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «جبرائیل ماته تبه او طاعون راووړل. ما تبه د مدینې لپاره ونیوله، او طاعون مې شام ته ولېږه. طاعون زما د امت لپاره شهادت او رحمت دی، او د کافرانو لپاره عذاب».
⁽١⁾ الرجس: په یوه روایت کې «رجز» راغلی، چې معنی یې عذاب دی
⁽٢⁾ دا حدیث امام احمد (۲۰۷۶۷) د همدې الفاظو سره روایت کړی، او الباني یې په «صحيح الترغيب والترهيب» (۱۴۰۱) کې صحيح ګڼلی دی. وادعي په «الصحيح المسند» (۱۲۵۴) کې هم ویلي چې دا حدیث صحيح دی
* «فأمسكت الحمى بالمدینه»: له دې برخې څخه مراد دا دی چې مدینه د ځانګړې ساتنې او برکت لاندې ده، او په مدینه کې به د حُمّى په څیر ناروغۍ وي، مګر د پراخو او وژونکو وباوو څخه خوندي ده
* «وأرسلت الطاعون إلى الشام»: له دې څخه مراد دا دی چې شام به د داسې بلاوو ځای وي چې هغه به د خلکو لپاره یو ډول ازموینه وي. په دې برخه کې اشاره ده چې ځینې ځمکې د الهي تقدیر له مخې د خاصو پېښو ځایونه ګرځي
الحديث الحادي والعشرون
عمود الدين في الشام
عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما قال: قال رسول ﷺ: ((إِنِّي رَأَيْتُ عَمودَ⁽١⁾ الكتاب انْتُزِعَ مِن تَحْتِ وِسَادَتِي، فَنَظَرْتُ، فَإِذَا هُوَ نُورٌ سَاطِعٌ عُمِدَ بِهِ إِلَى الشَّامِ، أَلَا إِنَّ الإِيمَانَ إِذَا وَقَعَتِ الفِتَنُ بِالشَّامِ))⁽٢⁾.
⁽١⁾ العمود: ما يعتمد عليه، وهم حملته القائمون به.
⁽٢⁾ أخرجه الطبراني في مجمع الزوائد (١٠/ ٥٨) وقال الهيثمي: «رجاله رجال الصحيح»، وفي الشاميين (٦٠١)، والحاكم (٨٥٥٤)، وصححه ووافقه الذهبي في التلخيص أخرجه أحمد (١٧٨١٠) من حديث أبي الدرداء، قال البزار في البحر الزخار لا نعلم له إسنادًا أحسن من هذا الإسناد»، وصححه الألباني في فضائل الشام ودمشق» للربعي (ص ١٤)، وصحيح الترغيب (٣٠٩٢) (٣٠٩٤)
یوویشتم حدیث
د دين اساس په شام کې
د عبدالله بن عمرو بن العاص څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «بېشکه ما د کتاب ستن (عمود) وليده چې زما له بالښت لاندې وویستل شوه، نو ما وکتل، او دا یو روښانه نور و چې شام ته ولېږدول شو. پوه شئ، چې ایمان به په شام کې وي کله چې فتنې واقع شي».
⁽١⁾ العمود: هغه شی چې پرې تکیه کېږي، او دا د دین ساتونکي او عملي کوونکي مراد دي
⁽٢⁾ دا حدیث طبراني په «مجمع الزوائد» (۵۸/۱۰) کې روایت کړی، او هیثمي ویلي: «د دې حدیث راويان د صحیح حدیث راويان دي». په «الشاميين» (۶۰۱) کې، حاکم (۸۵۵۴) کې یې هم روایت کړی او د حاکم سره یې ذهبی هم د دې حدیث د صحت موافق دی. احمد (۱۷۸۱۰) دا حدیث د ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت کړی، او بزار په «البحر الزخار» کې ویلي: «موږ د دې اسناد څخه په ښه اسناد نه پوهېږو». الباني په «فضائل الشام ودمشق» (۱۴ مخ) او «صحيح الترغيب» (۳۰۹۲ او ۳۰۹۴) کې دا حدیث صحیح ګڼلی دی
الحديث الثاني والعشرون
النبي محمد ﷺ يدعو بالبركة للشام
عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: ذكر النبي ﷺ: ((اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَأْمِنَا، اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي يَمَنِنَا))، قالوا: يا رسول الله، وفي نَجْدِنَا⁽١⁾! قَالَ: ((اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَأْمِنَا، اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي يَمَنِنَا))، قالوا: يا رسول الله، وفي نَجْدِنَا، فأظنه قَالَ فِي الثالثة: ((هُنَاكَ الزَّلَازِلُ وَالْفِتَنُ، وَبِهَا يَطْلُعُ قَرْنُ الشَّيْطَانِ))⁽٢⁾
⁽١⁾ نجد: بادية العراق ونواحيها وهي مشرق أهل المدينة.
⁽٢⁾ أخرجه البخاري (٧٠٩٤)، بهذا اللفظ، ومسلم (٢٩٠٥). قال المهلب: «إنما ترك النبي الدعاء لأهل المشرق ليضعفوا عن الشر الذي هو موضوع في جهتهم، لاستيلاء الشيطان بالفتن». (فتح الباري ١٣ / ٥٠،٥١)
دوه ویشتم حدیث
رسول الله ﷺ د برکت دعا کوي د شام لپاره
د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «ای الله! زموږ په شام کې برکت واچوه، ای الله! زموږ په یمن کې برکت واچوه». صحابه کرامو وویل: «ای رسول الله! او زموږ په نجد کې هم؟» نو نبي ﷺ بیا وفرمایل: «ای الله! زموږ په شام کې برکت واچوه، ای الله! زموږ په یمن کې برکت واچوه». صحابه کرامو بیا وویل: «ای رسول الله! او زموږ په نجد کې هم؟» نو ګمان کوم چې په درېیم ځل نبي ﷺ وفرمایل: «هلته زلزلې او فتنې دي، او د شیطان ښکر به هلته راپورته کېږي».
⁽١⁾ نجد: د عراق بیدیا او شاوخوا سیمې دي چې د مدینې په ختیځ کې واقع دي
⁽٢⁾ دا حدیث بخاري (۷۰۹۴) او مسلم (۲۹۰۵) د همدې الفاظو سره روایت کړی دی. مهلب ویلي: «رسول الله ﷺ د ختیځ
= لپاره دعا نه ده کړې چې هغوی د هغه شر څخه کمزوري پاتې شي کوم چې د شیطان له فتنو سره تړاو لري». (فتح الباري ۱۳/۵۰-۵۱)
الحديث الثالث والعشرون
فضل الهجرة إلى بلاد الشام
عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يَقُولُ: ((سَتَكُونُ هِجْرَةٌ بَعْدَ هِجْرَةٍ، فَخِيَارُ أَهْلِ الْأَرْضِ أَلْزَمُهُمْ مُهَاجَرَ إِبْرَاهِيمَ⁽١⁾، وَيَبْقَى فِي الْأَرْضِ شِرَارُ أَهْلِهَا، تَلْفِظُهُمْ أَرْضُوهُمْ، تَقْذَرُهُمْ⁽٢⁾ نَفْسُ اللَّهِ⁽٣⁾، وَتَحْشُرُهُمُ النَّارُ مَعَ الْقِرَدَةِ وَالْخَنَازِيرِ))⁽٤⁾.
⁽١⁾ مُهَاجَرَ إِبْرَاهِيمَ: بِفَتْحِ الْجِيمِ وَهُوَ الشَّامُ.
⁽٢⁾ تَقْذَرُهُمْ: بِفَتْحِ الذَّالِ الْمُعْجَمَةِ أَيْ تَكْرَهُهُمْ.
⁽٣⁾ نفس الله: بِسُكُونِ الْفَاءِ أَيْ ذَاتِهِ تَعَالَى.
⁽٤⁾ أخرجه أحمد (٦٨٧١)، وأبو داود (٢٤٨٢) بهذا اللفظ، وصححه الألباني في «الصحيحة» (٣٢٠٣)
درویشتم حدیث
د شام ځمکې ته د هجرت فضیلت
د عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «یو هجرت به وروسته د بل هجرت څخه وشي. د ځمکې غوره خلک به د ابراهیم علیه السلام هجرت ځای (شام) ته ولاړ شي، او د ځمکې خراب خلک به په دې ځمکه کې پاتې شي، ځمکه به هغوی راوباسي، د الله ذات به هغوی بد ګڼي، او اور به هغوی له شاديانو او خنزیرانو سره راټول کړي».
⁽١⁾ مهاجر ابراهیم: د ابراهیم علیه السلام د هجرت ځای شام دی
⁽٢⁾ تقذرهم: یعنی هغوی بد ګڼل.
⁽٣⁾ نفس الله: دلته «نفس» د الله تعالی ذات ته اشاره کوي.
⁽٤⁾ دا حدیث امام احمد (۶۸۷۱) او ابو داود (۲۴۸۲) د همدې الفاظو سره روایت کړی، او الباني په «الصحيحة» (۳۲۰۳) کې صحیح ګڼلی دی
الحديث الرابع والعشرون
عقر دار المؤمنين بالشام
عن سلمة بن نُفيل الكندي رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: «عُقْرُ دار⁽١⁾ المؤمنين بالشَّامِ»⁽٢⁾.
⁽١⁾ عقر الدار: وسطها، وقال الأصمعي: أصلها، وقال السدي: كأنه أشار إلى أن الشام يكون وقت الفتن آمنا، وأهل الإسلام به أسلم
⁽٢⁾ أخرجه أحمد (١٧٠٠٦)، والنسائي (٣٥٦١)، والدارمي (٥٥)، وصححه الألباني في الصحيحة» (١٩٣٥)، قال شعيب الأرناؤوط في صحيح ابن حبان (١٦/٢٩٦): حديث صحيح
څلورویشتم حدیث
د مؤمنانو د کور مرکز په شام کې
د سلمه بن نفیل الکندي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «د مؤمنانو ځای (کلا) به په شام کې وي».
⁽١⁾ عقر الدار: منځنی ځای یا مرکز ته اشاره ده. اصمعي وايي: دا د مرکز معنا لري، او سدي وايي: داسې ښکاري چې نبي ﷺ اشاره کړې وي چې شام به د فتنو پر مهال امن وي، او د اسلام پیروان به په هغه ځای کې خوندي وي
⁽٢⁾ دا حدیث امام احمد (۱۷۰۰۶)، نسائي (۳۵۶۱)، او دارمي (۵۵) روایت کړی دی. شیخ الباني په «الصحيحة» (۱۹۳۵) کې دا صحیح ګڼلی، او شعیب الارناووط په «صحیح ابن حبان» (۲۹۶/۱۶) کې دا حدیث صحیح بللی دی
الحديث الخامس والعشرون
الشام ملاذ المؤمنين في آخر الزمان
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال: قال لنا رسول الله ﷺ: ((ستَخْرُجُ نَارٌ قَبلَ يوم القيامةِ مِنْ بَحْرِ حَضْرَمَوْتَ⁽١⁾ تَحْشُرُ النَّاسَ⁽٢⁾)). قالوا: فَمَاذَا تَأْمُرُنَا⁽٣⁾، يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: ((عَلَيْكُمْ بِالشَّامِ⁽٤⁾))⁽٥⁾.
⁽١⁾ حضر موت: بلد وقبيلة، جنوب اليمن.
⁽٢⁾ تحشر الناس: أي تجمعهم وتسوقهم.
⁽٣⁾ فماذا تأمرنا: أي في ذلك الوقت.
⁽٤⁾ عليكم بالشام أي خذوا طريقها والزموا فريقها. (تحفة الأحوذي ٦ /٣٨٤)
⁽٥⁾ أخرجه أحمد (٦٠٠٢) بهذا اللفظ، والترمذي (٢٢١٧) وقال: حسن صحيح، قال أحمد شاكر في «مسند أحمد» (٧/١٣٣) و (٧/٢٠٠): «إسناده صحيح، وصححه أيضا الألباني في تخريج أحاديث فضائل الشام ودمشق» (ص: ٢٣)، وصححه الوادعي في «الصحيح المسند» (٧٤٢)
پینځه ویشتم حديث
شام د مؤمنانو پناه ځای دی په آخر وخت کې
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د قیامت له ورځې مخکې به د حضرموت له بحیرې څخه اور راوځي چې خلک به راټول کړي». هغوی وویل: نو څه امر کوې موږ ته، ای د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «تاسو به شام ته ولاړ شئ».
⁽١⁾ حضرموت: یو ځای او قبیله ده چې د یمن په جنوب کې موقعیت لري
⁽٢⁾ تحشر الناس: یعنې خلک به راټول کړي او ور سره به يې روان کړي
⁽٣⁾ فماذا تأمرنا: یعنې په هغه وخت کې به موږ ته څه حکم کوې؟
⁽٤⁾ عليكم بالشام: هغه ځای (شام) خوا ته ولاړ شئ.
⁽٥⁾ دا حدیث د احمد (۶۰۰۲) په روایت کې په همدې لفظ سره راغلی، او ترمذي (۲۲۱۷) کې هم راځي چې هغه ورته «حسن صحیح» ویلی دی. احمد شاکر په «مسند احمد» (۷/۱۳۳) او (۷/۲۰۰) کې ویلي چې د دې اسناد صحیح دی، او دا
= یې الباني هم په «تخريج احاديث فضائل الشام و دمشق» (ص: ۲۳) کې صحیح ګڼلی
الحديث السادس والعشرون
الشام مأوى الطائفة المنصورة
عن سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: «لَا يَزَالُ أَهْلُ الغَرْبِ ظَاهِرِينَ عَلَى الحَقِّ، حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ»⁽١⁾.
⁽١⁾ أخرجه مسلم (١٩٢٥). قال الإمام أحمد بن حنبل - رحمه الله -: «أهل الغرب هم أهل الشام، وذلك أن النبي ﷺ كان مقيما بالمدينة، فما يغرب عنها فهو غربه، وما يشرق عنها فهو شرقه، وكان يسمي أهل نجد وما يشرق عنها أهل المشرق، وكان أهل المدينة يسمون أهل الشام أهل المغرب». (مجموع الفتاوى لابن تيمية ٤ / ٤٤٦)
شپږ ویشتم حديث
شام د بریالۍ ډلې پناه ځای دی
د سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د لویدیځ خلک به تل د حق په لاره کې غالب وي تر څو چې قیامت ودرېږي».
⁽١⁾ دا حدیث مسلم (۱۹۲۵) روایت کړی دی. امام احمد بن حنبل (رحمه الله) ویلي دي: «د لویدیځ خلک د شام خلک دي، ځکه چې نبي ﷺ په مدینه کې اوسیده، نو کوم ځای چې له مدینې څخه لویدیځ ته و، هغه د هغه لویدیځ و، او کوم ځای چې ختیځ ته و، هغه یې ختیځ و. نبي ﷺ به د نجد او د هغې ختیځ ته خلک د ختیځ خلک بلل. او د مدینې خلک به د شام خلک د لویدیځ خلک ګڼل».
الحديث السابع والعشرون
تَكَفَّلَ الله بالشام وأهلها
عن واثلة بن الأسقع رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: «عَلَيْكُم بِالشَّامِ فَإِنَّهَا صَفْوَةُ بِلَادِ اللَّهِ، يُسكِنُها خِيرَتَه مِنْ خَلْقِهِ، فَمَنْ أَبَى⁽١⁾ فَلْيَلْحَقْ بِيَمَنِهِ، وَلْيَسْقِ⁽٢⁾ مِنْ غُدُرِهِ⁽٣⁾؛ فَإِنَّ اللَّهَ تَكَفَّلَ⁽٤⁾ لِي بِالشَّامِ وَأَهْلِهِ»⁽٥⁾.
⁽١⁾ فمن أبى: أي رفض وامتنع منكم عن القصد إلى الشام.
⁽٢⁾ وليسق: المقصود ملازمة الرعي والسقي.
⁽٣⁾ غدره جمع غدير، وهو القطعة من الماء يغادرها السيل.
⁽٤⁾ تكفل: ضمن.
⁽٥⁾ أخرجه الطبراني في الكبير (١٣٧)، قال المنذري في الترغيب والترهيب (٤/١٠٢): «رواته ثقات، وصححه الألباني في صحيح الجامع الصغير: (٤٠٧٠)
اووه ویشتم حديث
الله د شام او د هغې د خلکو ضمانت کړی دی
د واثلة بن الأسقع رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تاسو ته د شام ځمکه غوره ده، ځکه چې دا د الله پاکه خاوره ده، هلته د الله غوره مخلوق ژوند کوي. نو څوک چې نه غواړي، هغه دې یمن ته ولاړ شي او هلته دې له حوضونو څخه اوبه وڅښي، ځکه الله ما ته د شام او د هغې د خلکو ضمانت راکړی دی».
⁽١⁾ فمن أبى: یعنې که څوک ستاسو څخه د شام طرف ته نه ځي او انکار کوي
⁽٢⁾ وليسق: مقصد دا دی چې هلته به د څړ او اوبو کولو سره بوخت وي
⁽٣⁾ غدره: جمع يې غدير ده، او دا هغه اوبو ته ویل کیږي چې د باران په وخت کې په ځمکه کې پاتې کیږي
⁽٤⁾ تكفل: یعنې ضمانت کول.
⁽٥⁾ دا حدیث طبراني په «المعجم الکبیر» (۱۳۷) کې روایت کړی دی. المنذري په «الترغیب والترهیب» (۴/۱۰۲) کې ویلي دي: «د دې روایت کونکي باوري دي»، او الباني په «صحیح الجامع الصغیر» (۴۰۷۰) کې دا حدیث صحیح ګڼلی دی
الحديث الثامن والعشرون
ملائكة الله باسطة أجنحتها على الشام
عن زيد بن ثابت رضي الله عنه قال: سَمِعتُ رسولَ اللَّهِ ﷺ يقول: «يَا طُوبى للشَّامِ، قالوا: يا رسولَ اللهِ وَبِمَ ذلك؟ قَالَ: تِلْكَ مَلَائِكَةُ⁽١⁾ اللَّهِ بَاسِطَةٌ أَجْنِحَتَهَا عَلَى الشَّامِ»⁽٢⁾.
⁽١⁾ أي إن الملائكة تحفها وتحوطها بإنزال البركات، ودفع المهالك والمؤذيات.
⁽٢⁾ أخرجه أحمد (٢١٦٤٦)، والترمذي (٣٩٥٤) وقال: «حسن غريب، وصححه الألباني في تخريج أحاديث فضائل الشام» (١)، قال شعيب الأرناؤوط في مسند أحمد» (٥ / ١٨٤): «حديث صحيح
اته ویشتم حديث
د الله ملائکې خپلې وزرې په شام باندې خپروي
د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: «شام ته دې زېری وي!» هغوی وویل: ای د الله رسوله، د څه لپاره؟ هغه وفرمایل: «دا ځکه چې د الله ملائکې خپلې وزرې په شام باندې خپروي».
⁽١⁾ یعنې ملائکې شام ته برکتونه راکوزوي او د مصیبتونو او زیان رسوونکو څخه یې ساتي
⁽٢⁾ دا حدیث احمد (۲۱۶۴۶) او ترمذي (۳۹۵۴) روایت کړی دی، او ترمذي ویلي چې دا حسن غريب حدیث دی، او الباني په «تخریج أحادیث فضائل الشام» (۱) کې دا حدیث صحیح ګڼلی دی. شعيب الأرناؤوط په «مسند احمد» (۱۸۴/۵) کې ویلي چې دا حدیث صحیح دی
الحديث التاسع والعشرون
إذا فسد أهل الشام فلا خير فيكم
عن قُرَّةَ بْنِ إِيَاسٍ الْمُزَنِيِّ رضي الله عنه قَالَ: قال رسول الله ﷺ: ((إِذا فَسَدَ أَهْلُ الشَّامِ فَلَا خَيْرَ فِيكُم، لَا تَزالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي منصورينَ، لا يَضُرُّهُم مَنْ خَذَلَهُم⁽١⁾ حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ))⁽٢⁾.
⁽١⁾ خذلهم: تركوا وحدهم.
⁽٢⁾ أخرجه أحمد (١٥٥٩٧) بهذا اللفظ، وأخرجه الترمذي (٢١٩٢) وقال: حسن صحيح، وصححه الألباني في السلسلة الصحيحة رقم (٤٠٣)، وصححه الوادعي في الصحيح المسند (١٠٨٣)، وشعيب الأرناؤوط في مسند أحمد» (٣/٤٣٦)
نهه ویشتم حديث
که د شام خلک فاسد شي، نو په تاسو کې به هیڅ خیر نه وي
د قرة بن ایاس المزني (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که د شام خلک فاسد شي، نو په تاسو کې به هیڅ خیر پاتې نشي. زما د امت یوه ډله به تل بریالۍ وي، او هغه څوک چې ورسره مخالفت کوي او يوازې يې پريږدي، هغوی ته به هېڅ زیان نه رسوي، تر دې چې قیامت شي».
⁽١⁾ خذلهم: یعنې هغوی یوازې پرېښودل.
⁽٢⁾ دا حدیث احمد (۱۵۵۹۷) په دې لفظ سره روایت کړی دی، او ترمذي (۲۱۹۲) هم روایت کړی او ویلي یې دي چې دا حسن صحيح دی. الباني په «السلسلة الصحيحة» کې د دې حدیث شمېره (۴۰۳) ده او دا یې صحیح ګڼلی دی. دغه حدیث وادعي په «الصحيح المسند» (۱۰۸۳) او شعيب الأرناؤوط په «مسند احمد» (۴۳۶/۳) کې هم صحیح ګڼلی دی
الحديث الثلاثون
عسقلان أفضل الرباط في سبيل الله
عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله ﷺ: ((أَوَّلُ هَذَا الأَمْرِ نُبُوَّةٌ وَرَحْمَةٌ، ثُمَّ يكون خلافةً وَرَحمةً، ثم يكون ملكا ورحمةً، ثُمَّ يَكُونُ إِمَارَةً وَرَحْمَةً، ثُمَّ يَتَكَادَمُونَ⁽١⁾ عَلَيْهِ تَكَادُمَ الحُمُرِ، فَعَلَيْكُمُ بالجِهَادِ، وَإِنَّ أَفْضَلَ جِهَادِكُم الرِّبَاطُ، وَإِنَّ أَفْضَلَ رِبَاطِكُمَ عَسْقَلانُ))⁽٢⁾.
⁽١⁾ يتكادمون: أي يعض بعضهم بعضا.
⁽٢⁾ أخرجه الطبراني في الكبير» (١١١٣٨)، وقال الهيثمي في مجمع الزوائد» (٥/١٩٠): «رجاله ثقات»، وصححه الألباني في «الصحيحة»: (٣٢٧٠)
دېرشم حديث
عسقلان د الله په لار کې تر ټولو غوره مرزدی
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د دې امر (اسلام) پیل به نبوت او رحمت وي، بیا به خلافت او رحمت وي، بیا به پاچاهي او رحمت وي، بیا به امارت او رحمت وي، او بیا به داسې شي چې خلک به یو پر بل د خرو په څېر چیچل پیل کړي. نو په تاسو جهاد لازم دی، او ستاسو تر ټولو غوره جهاد مرزداري ده، او ستاسو تر ټولو غوره مرزداري په عسقلان کې ده».
⁽١⁾ يتكادمون: یعنې یو به بل د چیچلو په څېر ځوروي.
⁽٢⁾ دا حدیث طبراني په «المعجم الکبیر» (۱۱۱۳۸) کې روایت کړی دی، او الهيثمي په «مجمع الزوائد» (۱۹۰/۵) کې ویلي دي چې د دې روایت کونکي باوري دي. الباني په «الصحيحة» (۳۲۷۰) کې دا حدیث صحیح ګڼلی دی
الحديث الحادي والثلاثون
نزول الخلافة في الأرض المقدسة آخر الزمان
عن عبد الله بن حَوَالَةَ الأزدي رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: ((يا ابن حوالة، إذا رَأَيْتَ الخلافَةَ قَد نَزَلَتْ الأَرْضَ المقدَّسَةَ، فقد دنت⁽١⁾ الزلازلُ، والبلابل⁽٢⁾، والأمور العظامُ، والسَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ أَقربُ مِنَ النَّاسِ مِن يَدَيَّ هَذِهِ مِن رَأْسِكَ))⁽٣⁾.
⁽١⁾ فقد دنت: أي قربت.
⁽٢⁾ البلابل: هي الهموم والأحزان، وبلبلة الصدر وسواس الهموم واضطرابها. عون المعبود» ٧/١٥٠
⁽٣⁾ أخرجه أحمد (٢٢٥٤٠)، وأبو داود (٢٥٣٥)، وصححه الألباني في صحيح الجامع الصغير» (٧٨٣٨)
یودېرشم حدیث
په وروستیو وختونو کې به خلافت په مبارکه ځمکه کې راښکته شي
د عبدالله بن حواله الازدي (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ای ابن حواله، کله چې ته وګورې چې خلافت په مبارکه ځمکه (بیت المقدس) کې ځای نیسي، نو پوه شه چې زلزلې، فتنې، غمونه او لویې پېښې به نږدې شوي وي، او قیامت به په هغه ورځ خلکو ته دومره نږدې وي لکه زما دا دوه لاسونه ستا له سر څخه».
⁽١⁾ فقد دنت: یعنې نږدې شوي دي.
⁽٢⁾ البلابل: دې ته ویل کېږي غمونه، خپګان، د زړه اضطراب او د فکر ګډوډي
⁽٣⁾ دا حدیث احمد (۲۲۵۴۰) او ابوداود (۲۵۳۵) روایت کړی دی، او الباني په «صحيح الجامع الصغير» (۷۸۳۸) کې دا حدیث صحیح ګڼلی دی
الحديث الثاني والثلاثون
فتح بيت المقدس من علامات الساعة
عن عوف بن مالك رضي الله عنه قال: أَتَيْتُ النَّبِيَّ ﷺ فِي غَزْوَةِ تَبُوكٍ وهو في قُبَّةٍ من أَدَمٍ، فَقَالَ: «اعْدُدْ سِتًّا بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ: مَوْتِي، ثُمَّ فَتْحُ بَيْتِ المقدس، ثُمَّ موتان⁽١⁾ يَأْخُذُ فِيكُم كَقُعَاصِ⁽٢⁾ الغَنَمِ، ثُمَّ اسْتِفَاضَةُ المَالِ حَتَّى يُعطى الرَّجُلُ مِائَةَ دينار فيظَلُّ ساخِطًا، ثُمَّ فِتْنَةٌ لا يبقى بيت من العرب إلا دَخَلَتْهُ، ثُمَّ هُدْنَةٌ تَكُونُ بَيْنَكُم وَبَيْنَ بَنِي الأَصْفَرِ⁽٣⁾ فَيَغْدِرُونَ فيأتونكم تحت ثمانين غَايَةً⁽٤⁾ تَحْتَ كُلِّ غَايَةٍ اثْنَا عَشَرَ أَلْفًا»⁽٥⁾.
⁽١⁾ موتان: هو الموت كثير الوقوع. (النهاية في غريب الحديث والأثر ٤ / ٣٧٠)
⁽٢⁾ القعاص: داء يصيب الدواب، فيسيل من أنوفها شيئًا فتموت فجأة ويقال إن هذه الآية ظهرت في طاعون عمواس وهي بلدة في فلسطين على ستة أميال من الرملة على طريق بيت المقدس في خلافة عمر بن الخطاب رضي الله عنه، وكان ذلك بعد فتح بيت المقدس (فتح الباري - ٦/٣٢١) ووقع في سنة ثماني عشرة للهجرة
= على المشهور الذي عليه الجمهور، ثم انتشر في أرض الشام، فمات فيه خلق كثير من الصحابة رضي الله عنهم قيل: بلغ عدد من مات فيه خمسة وعشرين ألفا من المسلمين مات فيه من المشهورين أبو عبيدة عامر بن الجراح أمين هذه الأمة. معجم البلدان (٤/١٥٧ - ١٥٨) والبداية والنهاية (٧/٩٤)، وانظر الحديث العشرين من هذا الكتاب ⁽٣⁾ بني الأصفر: هم الروم. ⁽٤⁾ غاية: الراية. ⁽٥⁾ أخرجه البخاري (٣١٧٦).
دوه دیرشم حدیث
د بیت المقدس فتحه د قیامت له علامو څخه
د عوف بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی: وایې چې زه د تبوک په غزوه کې نبي کریم ﷺ ته حاضر شوم، حال دا چې هغه په یوه خیمه کې و چې د څرمنې څخه جوړه شوې وه. نبي ﷺ وفرمایل: «د قیامت څخه مخکې شپږ شيان وشمېرئ: زما وفات، بیا د بیت المقدس فتحه، بیا هغه مرګونه چې ستاسو په منځ کې به د پسونو د (قعاص) په څیر خلک واخلي، بیا به دومره مال ډیر شي چې یو کس ته به سل دیناره ورکړل شي خو بیا به هم خوښ نه وي، بیا به داسې فتنه راشي چې د عربو (مسلمانانو) هر کور ته به داخله شي، بیا به ستاسو او د بني الأصفر (روم) تر منځ یو تړون وشي، بیا به هغوی خیانت وکړي او په اتیا بیرغونو به تاسو ته راشي او د هر بیرغ لاندې به دولس زره کسان وي
⁽١⁾ موتان: دا هغه مرګ دی چې زیات واقع کیږي. (النهاية في غريب الحديث والأثر ۴ / ۳۷۰)
⁽٢⁾ القعاص: دا هغه ناروغي ده چې څاروي پرې اخته کیږي، له پوزې څخه به يې څه شی بهیږي او ناڅاپه مري. ویل شوي چې دا نښه په طاعون عمواس کې راڅرګنده شوې، کوم چې په فلسطین کې یوه سیمه ده، د رمله څخه شپږ میله لرې د بیت المقدس پر لار باندې د حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه په خلافت کې راڅرګنده شوه، او دا د بیت المقدس د فتحې وروسته پېښه وه. (فتح الباري - ۶/۳۲۱) او د هجرت په اته لسم کال کې د مشهورو قولونو له مخې راغلی چې اکثره خلک پرې متفق دی. بیا دا په شام کې خپره شوه او په دې کې ډېر صحابه کرام وفات شول. ويل شوي چې په دې کې شاوخوا پنځه ویشت زره مسلمانان وفات شوي، او له مشهورو کسانو څخه ابو عبيده عامر بن جراح چې د دې امت امانت دار و، هم پکې وفات شو. (معجم البلدان - ۴/۱۵۷ - ۱۵۸ او البداية والنهاية - ۷/۹۴) او د دې کتاب شلم حديث وګورئ
⁽٣⁾ بني الأصفر: دوی رومیان دي.
⁽٤⁾ غاية (رايه).
⁽٥⁾ دا حديث بخاري (۳۱۷۶) کې را نقل شوی.
الحديث الثالث والثلاثون
عمران بيت المقدس آخر الزمان
عن معاذ بن جبل رضي الله عنه قال: قَالَ رَسُولُ الله ﷺ: «عُمْرَانُ بَيْتِ الْمَقْدِسِ⁽١⁾ خَرَابُ يَثْرِبَ، وخَرَابُ يَثْرِبَ خُرُوجُ الملحمة، وخروج الملحمة⁽٢⁾ فتح قسطنطينية، وَفَتح القسطنطينية خُرُوجُ الدَّجَّالِ»⁽٣⁾.
⁽١⁾ عمران بيت المقدس: قيل عمارته بكثرة الرجال والعقار والمال، (عون المعبود (١١/٢٧٠)
⁽٢⁾ خروج الملحمة: أي ظهور الحرب العظيمة.
⁽٣⁾ أخرجه أبو داود (٤٢٩٤) بهذا اللفظ، وسكت عنه، وأشار ابن حجر في هداية الرواة» (٥ / ١٠٧) إلى أنه حسن كما قال في المقدمة، وصححه الألباني في صحيح الجامع الصغير» (٤٠٩٦)، وانظر صحيح أبي داود (٤٢٩٤)، ومشكاة المصابيح (٥٤٢٤)
درې دېرشم حديث
د بیت المقدس ابادي په آخر زمان کې
د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «د بیت المقدس ابادي به د یثرب (مدینې) ویجاړي وي، او د یثرب ویجاړي به د لویې جګړې د پېښېدو نښه وي، او د لویې جګړې پېښېدل به د قسطنطینیې د فتحې نښه وي، او د قسطنطینیې فتحه به د دجال د ظهور نښه وي».
⁽١⁾ عمران بیت المقدس: ویل شوي چې دا به په خلکو، ودانیو او شتمنیو کې زیاتوالی وي
⁽٢⁾ خروج الملحمة: یعنې د لویې جګړې ښکاره کېدل.
⁽٣⁾ دا حدیث ابوداود (۴۲۹۴) په همدې الفاظو روایت کړی دی او پرې یې چوپتیا غوره کړې ده. ابن حجر په «هدایة الرواة» (۱۰۷/۵) کې اشاره کړې چې دا حسن حدیث دی لکه څنګه چې یې په مقدمه کې ویلي. الباني په «صحيح الجامع الصغير» (۴۰۹۶) کې دا حدیث صحیح ګڼلی، او دا حدیث په «صحیح أبي داود» (۴۲۹۴) او «مشکاة المصابیح» (۵۴۲۴) کې هم ذکر شوی دی
الحديث الرابع والثلاثون
الدجال لا يدخل المسجد الأقصى
عن رجل من أصحاب النبي ﷺ قال: سمعتُ رسولَ اللهِ ﷺ يَقُولُ: ((أَنذرتكم فتنة الدجال، فليس من نبي إِلَّا أَنْذَرَهُ قَوْمَهُ أَو أُمته، وَإِنَّهُ آدَمُ⁽١⁾، جَعْدٌ⁽٢⁾ أعورُ عَيْنِهِ اليُسرى، وَإِنَّهُ يُمطِرُ ولا يُنبِتُ الشَّجَرَةَ، وَإِنَّهُ يُسَلَّطُ على نَفْسٍ فَيَقْتُلُها ثُم يُحييها، وَلَا يُسَلَّطُ عَلَى غَيْرِهَا، وَإِنَّهُ مَعَهُ جَنَّةٌ وَنَارٌ، ونهرٌ وَمَاء، وجبل خُبْز، وَإِنَّ جَنَّتَهُ نَارٌ، وَنَارَهُ جَنَّةٌ، وَإِنَّهُ يَلْبَثُ فِيكُم أَربعين صَبَاحًا يَرِدُ فِيهَا كُلَّ مَنْهَلٍ؛ إِلَّا أَرْبَعَ مساجد: مسجد الحرام، وَمَسْجِدَ المدينة، وَالطُّورِ⁽٣⁾، وَمَسْجِدَ الأَقْصَى، وَإِنْ شَكَلَ عَلَيْكُم أَو شُبِّهَ، فَإِنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِأَعْوَرَ))⁽٤⁾.
⁽١⁾ آدم: أسمر البشرة.
⁽٢⁾ الجعد من الأضداد يكون مدحا ومعناه الشعر غير المسترسل، ويكون ذما، ومعناه القصير والنحيل
⁽٣⁾ الطور: جبل ممتد ما بين مصر وأيلة، سمي بطور إسماعيل ابن إبراهيم عليهما السلام، وهو طور سيناء، وطور سينين، وهو الذي نودي
= منه موسى عليه السلام، قال تعالى: ﴿وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلطُّورِ إِذۡ نَادَيۡنَا﴾، عمدة القاري (٦/٢٧)، ومعجم ما استعجم (٣ / ٨٩٧). ومسجد الطور لا تشد الرحال إليه. ⁽٤⁾ أخرجه أحمد (٢٣٦٨٤) بهذا اللفظ، وابن أبي شيبة (٣٧٥٠٦) قال الهيثمي في مجمع الزوائد) (٧/٣٤٦): «رجاله رجال الصحيح، وقال الألباني في قصة المسيح الدجال» (ص: ٧١): «إسناده صحيح، وصحح إسناده في السلسلة الصحيحة» (٢٩٣٤)، قال شعيب الأرناؤوط في مسند أحمد (٥ / ٤٣٤): «إسناده صحيح».
څلوردېرشم حديث
دجال به مسجد اقصى ته داخل نه شي
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه صحابي روایت کوي چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمايل يې: «زه تاسو ته د دجال د فتنې خبرداری درکوم. هېڅ نبي نه و چې خپل قوم یا امت ته یې د هغه خبرداری نه وي ورکړی. هغه به د آدم په څېر وي، د ویښتانو ډول به یې پيچلی وي، او کیڼه سترګه به یې ړنده وي. هغه به باران راوړي خو ونې به نه شنې کيږي، او هغه ته به په یوه نفس د وژلو او بیا راژوندي کولو واک ورکړل شي، خو نور واک نه لري. له هغه سره به جنت او اور، د اوبو ویاله، او د ډوډۍ غر وي. د هغه جنت به په حقیقت کې اور وي، او اور به یې جنت وي. هغه به له تاسو سره څلوېښت ورځې پاتې شي، او په دې موده کې به هره چینې (د اوبو ځای) ته ورشي، پرته له
څلورو جوماتونو: مسجد الحرام، مسجد نبوي، د طور د غره مسجد، او مسجد الاقصی. که تاسو ته کوم شک پیدا شي، نو پوه شئ چې الله ړوند نه دی».
⁽١⁾ آدم: یعنې د تور (نسواري) پوستکي لرونکی.
⁽٢⁾ الجعد: دا کلمه دوه ماناوې لري: ستاینه چې مانا یې د پېچلي ویښتانو څښتن دی، او عیب چې مانا یې لنډ او نری انسان دی
⁽٣⁾ الطور: دا هغه غر دی چې د مصر او ایله ترمنځ موقعیت لري، او دا د اسماعیل بن ابراهیم غر بلل شوی. دا هماغه د سینا غر دی چې له هغه ځایه موسی علیه السلام ته نداه شوې وه، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلطُّورِ إِذۡ نَادَيۡنَا﴾
⁽٤⁾ دا حدیث احمد (۲۳۶۸۴) په دې الفاظو روایت کړی، او ابن ابی شیبه (۳۷۵۰۶) کې هم روایت شوی دی. الهيثمي په «مجمع الزوائد» (۳۴۶/۷) کې ویلي دي چې د دې روایت کونکي د صحیح حدیث راویان دي، او الباني په «قصة المسيح الدجال» (ص ۷۱) کې دا حدیث صحیح ګڼلی، او په «السلسلة الصحيحة» (۲۹۳۴) کې یې هم د دې سند تایید کړی دی. شعیب الأرناؤوط په «مسند احمد» (۴۳۴/۵) کې ویلي چې دا حدیث صحیح دی
الحديث الخامس والثلاثون
يأجوج ومأجوج يشربون مياه بحيرة طبرية في فلسطين
عن النواس بن سَمْعَانَ رضي الله عنه عن النبي ﷺ قال: ((ويبعث الله يأجوج ومأجوج، وهم من كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ⁽١⁾، فَيَمُرُّ أَوَائِلُهُمْ على بحيرة طبرية⁽٢⁾، فيشربون ما فيها، ويمر آخِرُهُمْ فَيَقُولُونَ: لقد كان بِهَذِهِ مَرَّةً ماء، ثُمَّ يَسِيرُونَ حَتَّى يَنْتَهُوا إِلى جَبَلِ الْخَمَرِ⁽٣⁾، وهو جَبَلُ بَيْتِ المَقْدِسِ فيقولون: لقد قتلنا مَنْ فِي الأَرْضِ، هَلُمَّ فَلْنَقْتُلْ مَنْ فِي السَّمَاءِ، فَيَرْمُونَ بِنُشَّابِهِم إِلى السَّماءِ، فَيَرُدُّ اللهُ عَلَيْهِم نُشَّابَهُم مَخْضُوبَةً دما))⁽٤⁾.
⁽١⁾ ينسلون: يخرجون ويمشون مسرعين..
⁽٢⁾ بحيرة طبرية يبلغ طولها (٢٣) كيلا، وأوسع عرض فيها (١٣) كيلا، ولا يزيد عمقها على (٤٤)م، وتنخفض عن مستوى سطح البحر بـ (٢١٠) م، وشكلها يشبه الإجاصة وسمكها كثير الأنواع، تطل البحيرة من الشرق على جبال الجولان السورية ومن الغرب
= على جبال الناصرة، وبين بحيرة طبرية وبيت المقدس نحو مائة ميل، وقد فتح الصحابي الجليل شرحبيل بن حسنة تلك المنطقة عام (١٣هـ - ٦٣٤م) ⁽٣⁾ جبل الخمر: هو الشجر الملتف الملتصق الذي يستر من فيه ⁽٤⁾ أخرجه مسلم (٢٩٣٧).
پینځه دېرشم حديث
یأجوج او مأجوج به د فلسطین د طبريه جهيل اوبه وڅښي
د نواس بن سمعان (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الله به يأجوج او مأجوج راوباسي، او هغوی به له هرې لوړې او ټیټې تیز حرکت وکړي. هغوی به لومړي د طبريه جهيل ته ورشي او د هغې اوبه به وڅښي، بیا به د هغوی وروستني ورشي او وبه وايي: دلته یو وخت اوبه وې. بیا به دوی حرکت وکړي تر هغه چې د جبل الخمر ته ورسېږي، او دا غر د بیت المقدس غر دی. هلته به دوی ووايي: موږ خو د ځمکې ټول خلک ووژل، راځئ اوس د آسمان پر خلکو برید وکړو! نو دوی به خپل غشي آسمان ته وار کړي، او الله به د دوی غشي د وینو په څاڅکو سره ورته راښکته کړي».
⁽١⁾ ينسلون: یعنې دوی به په چټکۍ سره راوځي او تګ به کوي
⁽٢⁾ د طبريه جهيل: د دې جهيل اوږدوالی ۲۳ کیلومتره دی، تر ټولو پراخ ځای یې ۱۳ کیلومتره دی، ژوروالی یې ۴۴ متره دی، او د سمندر د سطحې نه ۲۱۰ متره ښکته موقعیت لري. دا جهيل د ختيځ لوري نه د جولان غرونو ته مخامخ دی او د لویدیځ لوري نه د ناصره غرونو ته. د طبريه جهيل او بیت المقدس تر منځ شاوخوا سل ميله فاصله ده، او د دې سيمې فتحه د صحابي شرحبيل بن حسنه په ۱۳ هجري (۶۳۴ میلادي) کې شوې وه
⁽٣⁾ جبل الخمر: دا هغه غر دی چې ډېرې ګڼې او پېچلې ونې لري چې خلک ترې پټوي
⁽٤⁾ دا حدیث مسلم (۲۹۳۷) روایت کړی دی.
الحديث السادس والثلاثون
الدجال يسأل عن نخل بيسان وبحيرة طبرية في فلسطين
عن فَاطِمَةَ بِنْتِ قَيْسٍ رضي الله عنها، أَنَّ نَبِيَّ اللَّهِ ﷺ صَعِدَ المِنْبَرَ فَضَحِكَ فَقَالَ: «إِنَّ تَمِيمًا الدَّارِيَّ⁽١⁾ حَدَّثَنِي بِحَدِيثٍ، فَفَرِحْتُ بِهِ، فَأَحْبَبْتُ أَنْ أُحَدِّثَكُمْ، حَدَّثَنِي: أَنَّ نَاسًا مِنْ أَهْلِ فِلَسْطِينَ رَكِبُوا سَفِينَةً فِي البَحْرِ، فَجَالَتْ⁽٢⁾ بِهِمْ حَتَّى قَذَفَتْهُمْ⁽٣⁾ فِي جزيرة من جَزَائِرِ الْبَحْرِ، فَإِذَا هُمْ بِدَابَّةٍ، لَبَّاسَةٍ⁽٤⁾، ناشرة شعرها، فقالوا: ما أنتِ؟ قالت: أنا الجَسَّاسَةُ⁽٥⁾. قَالُوا: فَأَخْبِرِينَا، قَالَتْ: لا أُخْبِرُكُم وَلَا أَسْتَخْبِرُكُمْ، وَلَكِنْ ائْتُوا أَقْصَى الْقَرْيَةِ، فَإِنَّ ثَمَّ مَنْ يُخْبِرُكُم وَيَسْتَخْبِرُكُمْ، فَأَتَيْنَا أَقْصَى الْقَرْيَةِ، فَإِذَا رَجُلٌ مُوَثَّقٌ بِسِلْسِلَةٍ، فَقَالَ: أَخْبِرُونِي عَنْ عَيْنِ زُغَرَ⁽٦⁾، قُلْنَا: مَلْأَى تَدْفُقُ، قَالَ: أَخْبِرُونِي عَنِ البُحَيْرَةِ⁽٧⁾، قُلْنَا: مَلْأَى تَدْفُقُ، قَالَ: أَخْبِرُونِي عَنْ نَخْلِ بَيْسَانَ⁽٨⁾، الَّذِي بَيْنَ الْأُرْدُنِّ وَفِلَسْطِينَ، هَلْ أَطْعَمَ⁽٩⁾؟ قُلْنَا: نَعَمْ، قَالَ: أَخْبِرُونِي عَنِ النَّبِيِّ، هَلْ
بُعِثَ؟ قُلْنَا: نَعَمْ، قَالَ: أَخْبِرُونِي كَيْفَ النَّاسُ إِلَيْهِ؟ قُلْنَا: سِرَاعٌ قَالَ: فَنَزَّى نَزْوَةً حَتَّى كَادَ، قُلْنَا: فَمَا أَنْتَ؟ قَالَ: أَنَا الدَّجَّالُ⁽١٠⁾... وَإِنَّهُ يَدْخُلُ الْأَمْصَارَ كُلَّهَا إِلَّا طَيْبَةَ، وَطَيْبَةُ: الْمَدِينَةُ»⁽١١⁾.
⁽١⁾ تميم الداري: أسلم سنة تسع للهجرة، وكان بالمدينة ثم انتقل إلى الشام، فنزل ببيت المقدس، وقد روى عنه النبي ﷺ قصة الجساسة، وهذه منقبة شريفة لتميم رضي الله عنه، وقدم على النبي وسأله أن يقطعه حبرون - الخليل - فأجابه وكتب له كتابا
⁽٢⁾ فجالت: حولتهم عن القصد والمسار.
⁽٣⁾ قذفتهم: أي ألقتهم.
⁽٤⁾ لباسة: كثيرة اللباس.
⁽٥⁾ الجساسة: سميت بذلك لتجسسها الأخبار للدجال.
⁽٦⁾ عين زغر عين بالشام من أرض البلقاء، وقيل: بلدة معروفة في الجانب القبلي من الشام
⁽٧⁾ البحيرة: تصغير البحر. وفي رواية مسلم: «عن بحيرة طبرية».
⁽٨⁾ بیسان من أقدم مدن فلسطين، وتعد حلقة وصل بين وادي الأردن شرقا ومرج بني عامر غربا، وقعت تحت الاحتلال اليهودي في ١٢ / ٥ / ١٩٤٨م
⁽٩⁾ هل أطعم: أي هل أثمر.
⁽١٠⁾ الدجال: أي الكذاب.
⁽١١⁾ أخرجه مسلم (٢٩٤٢)، والترمذي (٢٢٥٣) بهذا اللفظ.
شپږدیرشم حدیث
د دجال پوښتنه د بيسان د ونې او د طبريه جهيل په فلسطين کې
د فاطمه بنت قیس رضي الله عنها څخه روایت دی چې نبي ﷺ منبر ته پورته شو او موسکی شو، ویې فرمایل: «په حقیقت کې تمیم داري راته یو حدیث بیان کړ، چې زه پرې خوښ شوم او ما ښه وګڼله چې تاسو ته یې هم بیان کړم. هغه راته وویل چې د فلسطین ځینې خلکو په سمندر کې سفر کاوه، او د هغوی کښتۍ په سمندر کې ورکه شوه تر دې چې هغوی یې یوې ټاپو ته واچول. هلته دوی له یوه عجیبه او بېساري حیوان سره مخامخ شول چې ږیره یې پرېښې وه، او پوښتنه یې ترې وکړه چې ته څوک یې؟ هغې ورته وویل: زه جاسوسه یم. هغوی وویل: موږ ته څه ووایه، هغې وویل: زه نه تاسو ته څه وایم او نه له تاسو څه پوښتنه کوم، خو د کلي تر پایه ورشئ،
هلته یو څوک دی چې تاسو ته به معلومات درکړي. دوی کلي ته ورغلل او یو سړی یې ولید چې په ځنځیرونو تړل شوی و. هغه وویل: ما ته د زغر د چشمې په اړه ووایئ، هغوی وویل: ډکه ده او اوبه یې تویېږي. هغه وویل: د بحیرې په اړه معلومات راکړئ، هغوی وویل: ډکه ده او اوبه یې بهېږي. هغه وویل: د بيسان د نخلستان په اړه معلومات راکړئ (چې د اردن او فلسطین تر منځ دی)، آیا لا تر اوسه مېوه لري؟ هغوی وویل: هو. بیا یې پوښتنه وکړه: د نبي په اړه څه ویلای شئ، آیا هغه مبعوث شوی دی؟ هغوی وویل: هو. بیا یې پوښتنه وکړه چې خلک څنګه په هغه ایمان راوړونکي دي؟ هغوی وویل: په بیړه ایمان راوړونکي دي. وروسته هغه دومره خيز وکړ چې نږدې و له ځنځیر څخه ازاد شي. موږ پوښتنه وکړه: ته څوک یې؟ هغه وویل: زه دجال یم… او زه به ټولو ښارونو ته ننوځم، پرته له طیبه، او طیبه چې مدینه ده».
⁽١⁾ تمیم الداري: د هجرت په نهم کال کې مسلمان شو، او مدینې ته راغی بیا یې شام ته هجرت وکړ، او په بیت المقدس کې مېشت شو. رسول الله ﷺ له هغه څخه د جساسې واوريدله، چې دا یو لوی شرف دی چې تمیم يې لري. هغه نبي کریم ته راغی او له هغه یې د حبرون (الخلیل) د ورکړې غوښتنه وکړه، نبي کریم ورته اجازه ورکړه او یو لیک يې ورته ولیکه
⁽٢⁾ فجالت: هغوی یې له خپلې موخې او لارې څخه وګرځول.
⁽٣⁾ قذفتهم: یعنې هغوی یې وغورځول.
⁽٤⁾ لباسة: ډېره جامې اغوستونکې.
⁽٥⁾ الجساسة: دې ته جساسه ویل کېږي ځکه چې د دجال لپاره یې جاسوسي کوله او خبرونه یې ورته راټولول
⁽٦⁾ عين زغر: د شام د بلقاء په سیمه کې یوه چینه ده. ویل کېږي چې دا د شام د جنوبي اړخ یوه پېژندل شوې سیمه ده
⁽٧⁾ البحيرة: د بحر کوچنی بڼه ده. او په مسلم روایت کې داسې راځي: «د طبريه جهيل په اړه
⁽٨⁾ بیسان: د فلسطین له لرغونو ښارونو څخه دی او د اردن درې ختیځ لورې ته او د مرج ابن عامر لویدیځ لورې ته د اړیکو یو مهم ځای دی. دا ښار د ۱۹۴۸ کال د مې په ۱۲ نېټه د یهودي اشغال لاندې راغی
⁽٩⁾ هل أطعم: یعنې ایا ثمر (مېوه) یې ورکړې ده؟
⁽١٠⁾ الدجال: یعنې ډېر دروغجن.
⁽١١⁾ دا حدیث مسلم (۲۹۴۲) او ترمذي (۲۲۵۳) کې په همدغه عبارت سره راغلی دی
الحديث السابع والثلاثون
عيسى عليه السلام يقتل الدَّجَّالَ في فلسطين
عن عائشة رضي الله عنها قالت: «دخل علي رسول الله وأنا أبكي، فقال لي: «ما يُبكيكِ؟» قلت: يا رسول الله! ذكرت الدجال فبكيت، فقال رسول الله ﷺ: ((إِنْ يَخْرُجِ الدَّجالُ وَأَنا حَيٌّ كَفَيْتُكُمُوهُ، وَإِنْ يَخرج بعدي؛ فَإِنَّ رَبَّكُم عزّ وجلّ لَيْسَ بِأَعْوَرَ، وإنه يخرُجُ في يَهودية أصبهانَ⁽١⁾ حَتَّى يأتي المدينة، فينزل نَاحِيَتَهَا، وَلَهَا يَومئذٍ سبعة أبواب، على كُلِّ نَقْبٍ منها مَلَكان فيخرُجَ إِلَيْهِ شِرَارُ أَهْلِهَا، حَتَّى يَأْتِيَ فِلَسْطِينَ بَابَ لُدٍّ⁽٢⁾، فينزل عيسى، فَيَقْتُلُهُ ثُمَّ يَمْكُثُ عيسى في الأرضِ أربعين سَنَةً إمامًا عدلًا، وحَكَمًا مُقسِطًا))⁽٣⁾
⁽١⁾ أصبهان: مدينة إيرانية تبعد (٣٤٠) كم شمال طهران فتحت في عهد عمر بن الخطاب عام ١٩هـ أو ٢٣هـ، وفيها عدد كبير من اليهود والكنس اليهودية، أهمها: كنيس ملا يعقوب اليهودي، وأول ما وجد فيها من اليهود في عهد بختنصر» لما
= غزا بيت المقدس وسبى أهلها من اليهود وأنزلهم أصبهان فبنوا لهم في طرف مدينة «جي» محلة نزلوها سميت اليهودية وبعد أعوام اندرس كثير من مدينة «جي» وبقي منها القليل، وعمرت مدينة اليهودية ثم مدينة أصبهان اليوم. ⁽٢⁾ لد: مدينة فلسطينية تقع على مسافة (١٦) كم جنوبي شرق يافا، وأقل من (٥) كم شمالي شرق الرملة، فتحها الصحابي عمرو بن العاص رضي الله عنه في خلافة أبي بكر رضي الله عنه، واحتلها اليهود في ١١/٧/١٩٤٨م ⁽٣⁾ أخرجه أحمد (٢٤٤٦٧) بهذا اللفظ، وأشار ابن خزيمة في مقدمة التوحيد (١٠٣) أنه صح وثبت بالإسناد الثابت الصحيح، قال ابن كثير في نهاية البداية والنهاية» (١ / ١٣٥): «إسناده لا بأس به وله شاهد، قال الهيثمي في مجمع الزوائد» (٧/٣٣٨): «رجاله رجال الصحيح غير الحضرمي وهو ثقة»، وأشار ابن حجر في هداية الرواة» (٥ / ١٣٩) أنه حسن كما بين في «المقدمة»، وصحح إسناده الألباني في قصة المسيح الدجال» (ص: ٦٠)
اووه دیرشم حدیث
عيسی عليه السلام دجال وژني په فلسطين کې
د عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی، هغې وویل: «رسول الله ﷺ زما خواته راغی او ما ژړل، نو پوښتنه یې وکړه: ‹ولې ژاړې؟› ما ورته وویل: ‹ای د الله رسوله! ما د دجال یادونه وکړه او ژړا راغله›. رسول الله ﷺ وفرمایل: ‹که دجال زما په ژوند کې راشي، زه به ستاسو لپاره ورسره مقابله وکړم، خو که زما له وفات وروسته راشي، نو ستاسو رب عزوجل یو سترګی نه دی (دجال به یوه سترګه ونه لري). دجال به په اصفهان کې، چې د یهودو سیمه به وي، راوځي، تر دې چې مدینې ته به راشي، او د هغه وخت مدینه به اوه دروازې ولري، د هرې دروازې پر سر به دوه ملایکې وي. د مدینې شرارت کونکې خلک به د هغه لور ته ووځي، او وروسته به هغه فلسطین ته د لُد دروازې ته راشي. هلته به عیسی عليه السلام نازل شي
او دجال به ووژني. بیا به عیسی په ځمکه کې څلوېښت کاله پاتې شي، هغه به امام او عادل حاکم وي»›. وضاحت او تاریخي معلومات: ۱. اصفهان: اصفهان د ایران یو لرغوني ښار ده چې د تهران شمال ته په ۳۴۰ کیلومترۍ کې واقع ده. دا ښار د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په زمانه کې په ۱۹ یا ۲۳ هجري کې فتح شوی و. اصفهان کې د یهودو لوی شمیر موجود دی، چې یو له مشهورو یې د «ملا یعقوب کنیسه» ده. یهود په لومړي ځل د بختنصر د یرغل په وخت کې چې د بیت المقدس خلک یې یرغمل کړل، اصفهان ته راوستل شول ۲. لد: لد د فلسطین یو مشهور ښار دی چې له یافا جنوب ختیځ ته ۱۶ کیلومتره او له الرمله شمال ختیځ څخه لږ تر لږه ۵ کیلومتره واټن لري. دا ښار د ابو بکر صدیق رضي الله عنه په خلافت کې د عمرو بن العاص رضي الله عنه لخوا فتح شوی و، خو په ۱۹۴۸م کال کې د یهودانو تر کنټرول لاندې راغی ۳- دا حدیث احمد (۲۴۴۶۷) روایت کړی او ابن خزیمه په «التوحید» (۱۰۳) کې د دې حدیث په اسنادو کې د اعتبار اشاره کړې
الحديث الثامن والثلاثون
عيسى عليه السلام يؤم الناس في بيت المقدس
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قال: سَمِعْتُ أَبَا القَاسِمِ الصَّادِقَ المَصْدُوقَ ﷺ يَقُولُ: ((يَخْرُجُ أَعْوَرُ الدَّجَّالِ مَسِيحُ الضَّلَالَةِ قِبَلَ المَشْرِقِ فِي زَمَنِ اخْتِلَافٍ مِنَ النَّاسِ وَفُرْقَةٍ، فَيَبْلُغُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَبْلُغَ مِنَ الأَرْضِ، فِي أَرْبَعِينَ يَوْمًا، اللَّهُ أَعْلَمُ مَا مِقْدَارُهَا، فَيَلْقَى الْمُؤْمِنُونَ شِدَّةً شَدِيدَةً، ثُمَّ يَنْزِلُ عِيسَى بْنُ مَرْيَمَ ﷺ من السَّمَاءِ فَيَؤُمُّ النَّاسَ⁽١⁾، فَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنْ رَكْعَتِهِ، قال: سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، قَتَلَ الله المَسِيحَ الدَّجَّالَ، وَظَهَرَ الْمُسْلِمُونَ))⁽٢⁾.
⁽١⁾ قال الألباني في صحيح موارد الظمآن (٢/ ٣٣٦ - ٢٣٧) يصلي بهم إمامًا، وهذا وهو في بيت المقدس حيث يقتل عليه السلام الدجال بـ «لد». وقال: فهو هناك مأموم - أي في دمشق حيث ينزل - وفي بيت المقدس، وذلك يكون بعد وفاة المهدي، وانتقال عيسى عليه السلام من دمشق إلى القدس
⁽٢⁾ أخرجه ابن حبان (٦٨١٢)، وأخرجه البزار (٩٦٤٢)، وأورده الهيثمي في (المجمع (١٢٥٤٣) بهذا اللفظ: رجاله رجال الصحيح غير علي بن المنذر وهو ثقة وجود إسناده الحافظ في الفتح (١٣/١٠٨)، وقال الألباني في قصة المسيح الدجال» (ص: ٥٤ - ٥٥): إسناده صحيح، وصحيح موارد الظمآن (١٥٩٨) والتعليقات الحسان على صحيح ابن حبان (٦٧٧٣)
آته دیرشم حدیث
عيسی عليه السلام د خلکو امامت کوي په بيت المقدس کې
له ابوهريرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې ويلي يې دي: ما له ابوالقاسم الصادق المصدوق ﷺ (محمد ﷺ) څخه واورېدل چې فرمايلي يې دي: «دجال، چې د يوې سترګې خاوند دی او د ضلالت مسيح دی، به د ختيځ له لوري راووځي، په داسې وخت کې چې خلک به په اختلاف او تفرقې کې وي. هغه به هر هغه ځای ته ورشي چې الله وغواړي، په څلوېښتو ورځو کې. الله ښه پوهېږي چې د دغو څلوېښتو ورځو اوږدوالی څومره دی. مؤمنان به ډېر په سختۍ کې وي. بيا به عیسی ابن مريم علیه السلام له اسمان څخه راکښته شي او د خلکو امامت به کوي. کله چې له رکوع څخه سر پورته کړي او ووايي «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ» (الله د هغه چا اواز اوري
چې د هغه حمد و ستاینه کوي)، نو الله به دجال ووژني او مسلمانان به بریالي شي».
⁽١⁾ شيخ الالباني په «صحيح موارد الظمآن» (۲/۳۳۶ - ۲۳۷) کې وايي چې عیسی علیه السلام به د خلکو امامت وکړي، او دا به په بیت المقدس کې وي، چېرې چې به الله تعالی دجال ووژني. هغه زياتوي چې عیسی علیه السلام لومړی په دمشق کې راکښته کېږي او بيا بیت المقدس ته ځي، او دا به د مهدي له وفات وروسته وي
⁽٢⁾ دغه حديث ابن حبان په خپل صحيح کې (۶۸۱۲) او بزار (۹۶۴۲) هم راوړي، او الهيثمي يې په «مجمع الزوائد» (۱۲۵۴۳) کې په دغه الفاظو ذکر کړی دی: د دې حديث ټول روايان د «صحيح» د روايانو څخه دي پرته له علي بن المنذر څخه، او هغه هم يو باوري شخص دی. ابن حجر په «فتح الباري» (۱۳/۱۰۸) کې د دې اسناد تایيد کړی دی، او الالباني هم په «قصة المسيح الدجال» (ص: ۵۴ - ۵۵) کې وايي چې د دې حديث اسناد صحيح دی، او په «صحيح موارد الظمآن» (۱۵۹۸) او «التعليقات الحسان» (۶۷۷۳) کې هم د ابن حبان په صحيح کې يې تاييد کړی دی
الحديث التاسع والثلاثون
الشجر والحجر يفضح اليهود في فلسطين
عن أبي هريرةَ رضي الله عنه أَنَّ رسولَ اللهِ ﷺ قال: «لا تقومُ السَّاعَةُ حَتَّى يقاتل المسلمون اليهود، فَيَقْتُلُهُمُ المسلمون، حتى يختبئ اليهودي⁽١⁾ مِنْ وَرَاءِ الحَجَرِ وَالشَّجَرِ، فَيَقُولُ الحَجَرُ أَو الشجر⁽٢⁾ يا مُسْلِمُ؛ يا عَبْدَ اللهِ! هَذا يَهُودِيٌّ خَلْفِي فتعال فاقتله، إلا الغرقد⁽٣⁾؛ فَإِنَّهُ مِنْ شَجَرِ اليهود»⁽٤⁾
⁽١⁾ حتى يختبئ اليهودي من وراء الحجر والشجر»: ذلك يقع قبل الدجال، وهو من علامات نبوة محمد ﷺ أن يخبر عما سيقع
⁽٢⁾ فيقول الحجر أو الشجر يا مسلم يا عبدالله»: فلا يبقى شيء مما يتوارى به يهودي إلا أنطق الله ذلك الشيء (إلا الغرقد شجر اليهود)، وفي الحديث ظهور الآيات قرب قيام الساعة من كلام الجماد من شجر وحجر، وظاهره أن ذلك ينطق حقيقة، ويحتمل المجاز بأن يكون المراد أنهم لا يفيدهم الاختباء. (فتح الباري ٦/٧٠٦)
⁽٣⁾ الغرقد نوع من شجر الشوك صغيره يسمى العوسج معروف ببلاد بيت المقدس، وهناك يكون قتل الدجال واليهود. (شرح النووي على مسلم ١٨/٦٢، ٦٣).
⁽٤⁾ أخرجه البخاري (٢٩٢٦)، ومسلم (٢٩٢٢)، بهذا اللفظ.
نهه دیرشم حدیث
ونې او تيږې به ښکاره (رسوا) کوي يهودان په فلسطين کې
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «قيامت به تر هغه وخته پورې نه راځي څو چې مسلمانان د يهودانو سره جګړه ونه کړي، او مسلمانان به يې ووژني، تر دې پورې چې يهوديان به د ډبرو او ونو تر شا پټ شي، نو ډبره يا ونه به ووايي: اې مسلمانه! اې د الله بنده! دا یهودي زما شاته دی، نو راشه او و يې وژنه، پرته له غرقد ونې څخه؛ ځکه دا د يهودانو ونه ده».
⁽١⁾ «تر دې چې يهودي د ډبرو او ونو تر شا پټ شي»: دا به د دجال له راتګ نه مخکې وشي، او دا د محمد ﷺ د نبوت له نښو څخه ده چې د هغه خبرونه به رښتيا شي
⁽٢⁾ «نو ډبره يا ونه به ووايي: اې مسلمانه! اې د الله بنده!»: هېڅ شی به نه وي چې يهوديان به پرې پټ شي، مګر الله به هغه شي ته خبرې ورکړي (پرته له غرقد چې د يهودانو ونه ده). په دې حديث کې د قیامت نږدې کېدو نښې څرګندې
= شوې دي چې جامدات لکه ونې او ډبرې به خبرې وکړي. ظاهرًا داسې ښکاري چې دا به په حقيقت کې خبرې کوي، خو امکان لري چې په مجازي ډول مطلب دا وي چې د يهوديانو لپاره به پټيدل هېڅ ګټه ونه کړي. (فتح الباري ۶/۷۰۶) ⁽٣⁾ غرقد يو ډول د اغزو ونه ده چې کوچنۍ یې عوسج نومېږي او په بيت المقدس کې مشهوره ده، او هلته به دجال او يهودان وژل کيږي. (شرح النووي على مسلم ۱۸/۶۲، ۶۳) ⁽٤⁾ دغه حديث بخاري (۲۹۲۶) او مسلم (۲۹۲۲) په همدې الفاظو روايت کړی دی
الحديث الأربعون
الشامُ أَرْضُ المَحْشَرِ والمَنْشَرِ
عن أبي ذر رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: (( الشَّامُ أرض المحشر والمنشر⁽١⁾))⁽٢⁾
⁽١⁾ أرض المحشر والمنشر: أي البقعة التي يجمع الناس فيها إلى الحساب وينشرون من قبورهم، ثم يساقون إليها، وخصت بذلك لأنها الأرض التي قال الله فيها: ﴿بَٰرَكۡنَا فِيهَا لِلۡعَٰلَمِينَ﴾ وأكثر الأنبياء بعثوا منها، فانتشرت في العالمين شرائعهم، فناسب كونها أرض المحشر والمنشر. (فيض القدير - ١٤/١٧١)
⁽٢⁾ أخرجه البيهقي في شعب الإيمان» (٤١٤٥)، والطبراني في «الأوسط» (٨٢٣٠)، قال المنذري في الترغيب والترهيب»: إسناده لا بأس به وفي متنه غرابة»، وقال الهيثمي في مجمع الزوائد) (٤/٧): «رجاله رجال الصحيح، وصححه الألباني في الترغيب والترهيب) (١١٧٩)
څلویښتم حدیث
شام د محشر او منشر ځمکه ده
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «شام د محشر او منشر ځمکه ده».
⁽١⁾ د محشر او منشر ځمکه: يعنې هغه ځای چې خلک به د حساب لپاره پکې راټول کړای شي او له خپلو قبرونو به پاڅول شي، بيا به هغوی دې ځای ته بوتلل شي. دا ځمکه په ځانګړي ډول ځکه ټاکل شوې ده چې الله تعالی د هغې په اړه فرمايلي: «موږ په دې کې د نړۍ خلکو لپاره برکت ايښی دی»، او ډېری پېغمبران له همدې ځمکې څخه رالېږل شوي دي، نو د دوی شريعتونه د نړۍ خلکو ته خپاره شوي دي، او همدې ته په کتو، دا ځمکه د محشر او منشر ځمکه بلل شوې ده. (فيض القدير ۱۷۱/۱۴)
⁽٢⁾ دا حديث بيهقي په «شعب الإيمان» (۴۱۴۵) او طبراني په «الأوسط» (۸۲۳۰) کې روايت کړی دی. منذري په «الترغيب والترهيب» کې ويلي: د دې حديث سند کې هېڅ ستونزه نشته، که څه هم په متن کې یې يو څه غرابت شته. هيثمي په «مجمع الزوائد» (۷/۴) کې ويلي: د دې حديث ټول راويان د صحيح روايت راويان دي. او الالباني په «الترغيب والترهيب» (۱۱۷۹) کې د دې حديث تصحيح کړې ده
تم بحمد الله
فهرس
- مقدمه … 4 - المسجد الأقصى أول قبلة للمسلمين … 8 - المسجد الأقصى ثاني مسجد وضع في الأرض … 10 - فضل الصلاة في المسجد الأقصى … 12 - ثالث المساجد التي تُشد إليها الرحال … 16 - فضل الاعتكاف في المسجد الأقصى … 18 - جواز نذر الصلاة في بيت المقدس … 20 - البراق دابة الرسول ﷺ من مكة إلى بيت المقدس … 22 - معجزة إسراء النبي محمد ﷺ من مكة إلى بيت المقدس في ليلة … 24 - النبي محمد ﷺ يختار الفطرة في المسجد الأقصى … 28 - النبي محمد ﷺ إمام الأنبياء ليلة الإسراء في المسجد الأقصى … 31 - المسجد الأقصى يُجلّى للرسول ﷺ في مكة ليصفه لقريش … 35 - النبي محمد ﷺ يدعو نصارى بيت المقدس للإسلام … 38 - المسجد الأقصى محراب الأتقياء … 40 - موسى - عليه السلام - يسأل الله أن يقبض روحه قريبا من فلسطين … 45 - حبس الشمس عن يوشع بن نون عليه السلام حتى يدرك دخول بيت المقدس … 49 - سليمان عليه السلام يجدد بناء المسجد الأقصى … 52 - الوزغ تلهب نيران بيت المقدس لما أحرقت، والوطواط تطفئها … 56 - جسد يوسف عليه السلام يُحمل إلى الأرض المباركة … 59 - المسجد الأقصى منبر الأنبياء … 64 - طاعون الشام شهادة لأمة النبي محمد ﷺ ورجز على الكافرين … 67 - عمود الدين في الشام … 70 - النبي محمد ﷺ يدعو بالبركة للشام … 72
- فضل الهجرة إلى بلاد الشام … 75 - عقر دار المؤمنين بالشام … 77 - الشام ملاذ المؤمنين في آخر الزمان … 79 - الشام مأوى الطائفة المنصورة … 82 - تَكَفَّلَ الله بالشام وأهلها … 84 - ملائكة الله باسطة أجنحتها على الشام … 86 - إذا فسد أهل الشام فلا خير فيكم … 88 - عسقلان أفضل الرباط في سبيل الله … 90 - نزول الخلافة في الأرض المقدسة آخر الزمان … 92 - فتح بيت المقدس من علامات الساعة … 94 - عمران بيت المقدس آخر الزمان … 98 - الدجال لا يدخل المسجد الأقصى … 100 - يأجوج ومأجوج يشربون مياه بحيرة طبرية في فلسطين … 104 - الدجال يسأل عن نخل بيسان وبحيرة طبرية في فلسطين … 108 - عيسى عليه السلام يقتل الدَّجَّالَ في فلسطين … 113 - عيسى عليه السلام يؤم الناس في بيت المقدس … 117 - الشجر والحجر يفضح اليهود في فلسطين … 121 - الشامُ أَرْضُ المَحْشَرِ والمَنْشَرِ … 124
اسحب الصفحة أو استعمل الأسهم للتقليب، وحدّد أي نص لنسخه مع إحالته.
للتصحيح: راسلنا مع رقم الصفحة.
